ټرمپ تېره اونۍ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل د افغانستان په جګړه کې له امریکا پرته د نورو هېوادونو ځواکونه د جګړې له لومړۍ کرښې شا ته وو.
وروسته له دې چې د برتانیا صدراعظم او نورو چارواکو دا څرګندونې وغندلې ښاغلي ټرمپ پرون شنبې په افغانستان کې د برتانیا رول وستایه. هغه د برتانیا د پوځي ماموریت په برخه کې خپل دریځ بدل کړ او ویې ویل چې د برتانیا ستر او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا ترڅنګ وي.
ښاغلي ټرمپ وویل په افغانستان کې د برتانیا ۴۵۷ سرتېري ووژل شول او ډېر نور یې سخت ټپیان شول. خو په داسې حال کې چې ټرمپ دا څرګندونې کولې، د برتانیا د حکومت یوه ویاند وویل صدراعظم کایر سټارمر د دې موضوع په اړه د امریکا له ولسمشر سره په ټلفوني خبرو کې بحث وکړ.
له بلې خوا د اسټرالیا، ایټالیا، ډنمارک او پولنډ صدراعظمانو، د جرمني د دفاع وزیر او د ناټو د نورو غړو او متحدو هېوادونو چارواکو هم د افغانستان په جګړه کې د دوی د ونډې په اړه د ټرمپ پر څرګندونو سخت انتقادونه کړي دي.