د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې ویلي، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې د واورو او بارانونو له امله ۶۱ کسان مړه او ۱۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د دې ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یو ویډیو بیان کې چې شنبه د جنورۍ ۲۴مه د یادې ادارې پر فیسبوک پاڼه خپور شوی ویلي چې د واورو او باران له امله دغه راز ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي، ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۶۲۰ څاروي له منځه تللي دي.
نوموړي ویلي چې دا پېښې په کابل، پروان، پنجشېر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، هرات، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان او نورستان ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
د درنو واورو او بارانونو له امله زموږ ۶۱ هېوادوال شهیدان شوي، ۱۱۰ تنه ټپیان دي، ۴۵۸ کورونه په بشپړ یا نیمه ډول ویجاړ شوي، په ټوله کې ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوې او ۶۲۰ څاروي هم تلف شوي ديد پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې ویاند محمد یوسف حماد
هغه زیاته کړه: «دا شمېرې د ولایتونو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ دي او د بدلون امکان لري.»
د ملګرو ملتونو سازمان هم ویلي چې د ژمې په دې سړه هوا کې په یو شمېر ولایتونو کې واوره ښوېدنه د کورونو د وېجاړېدو او د ټرافیکي پېښو لامل شوې ده.
د دغه سازمان د سرمنشي د ویاند مرستیال ویاند، فرحان حق، جمعه د جنورۍ ۲۳مه په خپله اونیزه خبري ناسته کې د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) له قوله وویل، چې په دې پېښو ۱۶ کسان مړه او لسګونه نور یې ټپیان شوي او ډېری قربانیان ماشومان دي.
یوه افغان سوالګره
په همدې حال کې، د زیانمنو سیمو یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې د واورو له امله یې ګڼ شمېر څاروي تلف شوي، یو شمېر کورونه یې ویجاړ شوي او ځینې لارې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.
د نورستان د واما ولسوالۍ اوسېدونکې محمد هاشم زماني شنبه د جنورۍ په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل، چې د واور له امله د دې ولایت د مرکز پر لور ټولې لارې تړل شوي دي.
نوموړي دغه راز یوه ویډیو چې د ده په وینا یوه ورځ وړاندې یې په خپل موبایل ثبت کړې وه، له ازادي راډیو سره شریکه کړه چې په کې یو یو شپون ښکاري چې د خپلو هغو پسونو په لټه کې دی، چې تر واور لاندې شوي دي.
په ویډیو کې دغه شپون چې نوم یې نه دی یاد شوی وایي: «پرون له دې ځایه تېرېدو، ناڅاپه واوره راوښوېده او څاروي یې له پاسه ښکته وغورځول. دوه دلته د واورو لاندې دي، پنځه مې حلال کړل او پنځه نور مې راویستل.»
د بامیان ولایت د ورس ولسوالۍ اوسېدونکی حفیظ الله هم وايي چې د واورو له امله ان روغتیايي مرکزونو ته د تګ لارې بندې شوي دي.
«په تېرو دوه درېیو ورځو کې چې زموږ د ورس ولسوالۍ په سیمه کې واوره شوې، د تګ راتګ لارې یې بندې کړې دي، لویه ستونزه دا ده چې روغتیايي مرکزونو ته لارې بندې دغه راز له پرون راهیسې ټیلیفوني شبکې هم درست کار نه کوي، یوه دقیقه کار کوي او یو ساعت نه کوي.»
په لغمان ولایت کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د کنټرول او تفتیش د برخې مسؤل، عبدالعظیم صدیقي، هم ازادي راډیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې د وروستیو بارانونو او واورې له امله د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې څلور کسان په سطحي ډول ټپیان شوي، لسګونه څاروي تلف شوي او ځینې کورونه ویجاړ شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د درنو واورو له امله په ډېرو ولایتونو کې لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوې دي، چې ځینې یې بېرته پرانیستل شوې او نورې به د هوا له ښه کېدو وروسته پرانیستل شي.
د دې وزارت ویاند، اشرف حقشناس، شنبه د جنورۍ په ۲۴مه ویلي له تېرې چهارشنبې تر بیګاه پورې په سالنګونو کې درنه واوره وریږي چې له امله یې د سالنګ لاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې او د واورې پاکولو بهیر هم له ځنډ سره مخ شوی دی.
نوموړي له خلکو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې د سالنګونو پر لور حرکت نه کوي.