د سوریې حکومت او کرد ځواکونو موافقه کړې چې په خپلو کې اوربند وغځوي

د کردانو ځواکونو وسله وال له رقا ښار څخه تر وتلو وروسته کرد مېشت کوباني ښار ته د ننوتو پرمهال

فرانسپرس خبري آژانس د دوو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې وايي، د سوریې حکومت او کرد ځواکونو موافقه کړې چې د دوی ترمنځ شوی اوربند د یوې بلې میاشتې په مخه وغځوي. دې سرچینو په دې شرط خبرې کړي چې هویت به یې نه افشا کېږي.

د سوریې حکومت او کرد ځواکونو SDF تېره سه شنبې په خپلو کې پر یوه څلور ورځني اوربند موافقه وکړه چې د نن ورځې ترپایه اعتبار لري خو د کرد ځواکونو یوې سرچینې فرانسپرس ته تایید کړه چې دا اوربند ښايي تر هغه مهاله وغځول شي چې دواړه لوري په خپلو کې دوه اړخیز سیاسي حل ته ورسېږي.

په دمشق کې د سوریې یوه دولتي چارواکي هم آژانس ته وویل چې ښايي اوربند تر یوې میاشتې پورې وغځول شي چې یو دلیل یې د هغه په وینا له سوریې څخه عراق ته د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بندیانو د لېږد د بهیر بشپړېدل دي.

وروسته له دې چې د SDF تر ولکې لاندې پراخې سیمې حکومت ونیولې واشنګټن وویل چې د داعش ډلې ۷۰۰۰ تنه بندیان به د عراق زندانونو ته انتقال کړي. تمه ده چې دا بهیر به څو ورځې دوم وکړي.

داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې په سوریه او عراق کې پر ډېرو سیمو ولکه ټینګه کړه خو د امریکا په مشرۍ ائتلاف د کرد وسله والو په ملاتړ دې ډلې ته ماتې ورکړه او د دې ډلې زرګونه مشکوک وسله وال او د هغو د کورنیو لسګونه زره غړي یې بندیان کړل.

د سوریې د ولسمشر احمدالشرع په مشرۍ ځواکونو د ۲۰۲۴ کال په پای کې د بشاراسد حکومت نسکور کړ او له واکمنېدو وروسته یې هڅې پیل کړې دي چې خپله ولکه ټول هېواد ته وغځوي. د شرع حکومت اوس هڅه کوي چې د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره خپل اړیکي بیا ورغوي.

د کرد ځواکونو سرچینو ویلي، په دمشق کې د امریکا د سفیر ټام بارک په وسیله یې نوي حکومت ته یوه طرح سپارلې. د دې طرحې له مخې د سرحدي لارو اداره چې د دمشق یوه مهمه غوښتنه وه حکومت ته سپارل کېږي. په دې طرح کې دا غوښتنه هم شوې چې دمشق به د اقتصادي سرچینو په تېره د سرحدي لارو او تېلو د عواید یوه برخه کردمېشتو سیمو ته ځانګړي کوي.

د روانې میلادي میاشتې په پیل کې د سوریې پوځ د کرد ځواکونو تر ولکې لاندې سیمو کې د پرمختګ پرمهال د تېلو پراخې سرچینې ونیولې چې د سوریې د تېلو تر ټولو پراخه ساحه هم پکې شامله ده.