افغانستان کې د ناټو د تیر حضور په اړه د ترمپ څرګندونې بریتانیا کې له غوسې ډک غبرګون سره مخ شوې

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ، ارشیف

دافغانستان په تیره شل کلنه جګړه کې د ناټو د ګډون د څرنګوالي په اړه د ټرمپ څرګندونو دبریتانوي سیاستوالو،پخوانیو پوځیانو او لیکوالانو سخت غبرګون را وپاروه. ټرمپ ویلي چې د ناتو د غړو هیوادونو عسکرو د جګړې د لومړۍ کرښې څخه ځانونه لیرې ساتل. بریتانوي سیاستوال دا خبره د متحدینو قربانیو ته سپکاوی ګڼي.

د متحدو ایالاتو د ولسمشردونالد ټرمپ دې خبرې چې په وینا یې په افغانستان کې د ناټو عسکرو د جګړې له لومړۍ کرښې ځانونه لیرې ساتل د بریتانیا د پارلمان غړي او پخواني پوځیان په غوسه کړل.

ټرمپ فاکس نیوز سره مرکه کې یوځل بیا خپل دا نظر تکرار کړ چې که له ناټو وغوښتل شي نو دامریکا ملاتړ به ونه کړي.

هغه وویل :

مونږ په واقعیت کې هیڅ کله لدوی څه غوښتي نه دي ، دوی به ووایی چې افغانستان ته یې ځینې سرتیري لیږلي دي ، دا او هغه ... دوی وکړل، دوی یو څه شاته پاتې شول، یو څه له لومړۍ کرښې څخه.


د ټرمپ دغه څرګندونې د بریتانوي سیاستوالو له نیوکو سره مخ شوې . منتقدینو دیته اشاره وکړه چې د بریتانیا ۴۵۷ سرتیري دافغانستان په تیره شل کلنه جګړه کې وژل شوي دي او دایی هم وویل چې خپله ټرمپ په ځوانی کې د ویتنام په جګړه کې ګډون څخه ډډه کړې وه.

د کارګر ګوند څخه د پارلمان غړي او دهوايي ځواکونو پخواني افسرکالوین بیلی چې افغانستان کې یې امریکايي ځواکونو سره یوځای خدمت کړی، خبریالانو ته وویل چې په ټکو یې د ټرمپ ادعا "د هغو کسانو لخوا تجربه شوي حقیقت سره هیڅ اړخ نه لګوي چې هلته یې خدمت کړی."

دغه راز د پارلمان محافظه کار غړي بین اوبیس-جیکټي، چې د تورن په رتبه یې افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو په لیکو کې خدمت کړی ، وویل چې دا

ډیره خواشینونکې ده چې وینو چې د مونږ د ملت او د ناټو شریکانو قرباني د متحدو ایالاتو د ولسمشر لخوا دومره بې ارزشه ګڼل کیږي.


بلخوا د پارلمان د عوامو په جرګه کې ددفاعي کمیټې مشر تان ډهیسي د ولسمشر ټرمپ څرګندونې "ویروونکې" وبللې اودغه څرګندونې یې هغو بریتانوي نارینه او ښځینه سربازانو لپاره سپکاوی وګاڼه چې په ټکو یې "له متحدینو سره مرستې لپاره یې خپل ځانونه په خطر کې واچول اواکثرو یې نهايی فداکاري وکړه. "

او د بهرنیو چارو د کمیټې رئیسې ایملي تورنبیري دغه څرګندونې "له صرف یوې اشتباه څخه ډیرې زیاتې " وبللې او د هغو کسانو کورنیو ته " سپکاوي" وباله چې په جنګ کې مړه شوي دي.

د جرمني د خبري اژانس رپوټ زیاتوي چې لدې پخوا په ټرمپ باندې د ویتنام په جګړه کې د نه ګډون له امله په دې نیوکه شوې چې هغه مهال یې د پوندو هډوکو کې د ناجوړي تشخیص د پام وړ شک سره مخ شوی دی.

پخواني سرباز، لیکوال او ژورنالیست سټیفن سټیوارټ وویل:

د ټرمپ څرګندونې لکه څنګه چې غلطې دي هغومره توهینونکې دي.


نوموړي زیاته کړه چې ټرمپ د سلګونو هغو بریتانوي سرتیرو یاد ته سپکاوی کړی چې په افغانستان کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

دغه راز د لیبرال ډیموکراټ ګوند مشر ایډ ډیوي په ایکسپاڼه په یوه پوسټ کې وویل :

ټرمپ چې پنځه ځله له پوځي خدماتو ډډه کړې څنګه جرئت یې وکړ چې د دوی قربانۍ تر پوښتنې لاندې راولي.


له متحدو ایالاتو وروسته چې په افغانستان کې یې ۲۴۶۱ عسکر وژل شوي، بریتانیا دوهم هیواد وو چې په دغې شل کلنه جګړه کې یې ترنورو زیات تلفات ورکړل.

متحد ایالات د ناټو په غړو کې یواځنی هیواد دی چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له تروریستي بریدونو وروسته، نورو ټولو غړو هیوادونو د تړون د ډله ایز امنیت د ۵ مادې سره سم مرستې او ملاتړ ته و وردانګل.