افغان کوچیان وايي، په خیبرپښتونخوا کې پولیسو د دوی د کورنیو غړي نیولي دي

د کوچیانو یوه ډله د کابل په لمنو کې (آرشیف)

د پاکستان په خیبر پښتنوخوا ایالات کې یو شمیر افغان کوچیان ادعا کوي، چې په دې شپو- ورځو کې د پولیسو له سخت چلند، نیونو او ځورونو سره مخامخ دي.

په ایبټ اباد کې یوه افغان کوچي، نور چهارشنبې د جنوري ۲۱ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل" د ایبټ اباد په ساحه کې پولیسو ډیره سختي راخیستې ده. کور په کور، کوڅه په کوڅه ګرځي، خلک یې هم ډیر نیولي دي، شپیته اویا کسه یې نیولي دي، څه وکړو."

دغه شان په هریپور کې یوه بل افغان کوچي خان ولي هم په ورته ورځ او نېټه ازادي راډیو ته وویل چې تیرو دوه ورځو کې د دوی له سیمې هم لسګونه کوچیان نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه"زمونږ خپله کلیوال هم په کې وو، ورځ مو ورسره تیره کړه، وکیلان هم وو، سرکاري وکیلان، ټول وو، بیا دا خبره یې ورسره وکړه چې وطن کې واورې دي، ساړه دي، مشکل دی."

د خیبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې په تېرو څو ورځو کې لسګونه کوچیان د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د دې کوچیانو یو شمیر استازي هم دا خبره تاییدوي وايي، دا چې کوچیان د خپلو رمو د څرولو لپاره له کوره بهر ځي نو ځکه د پولیسو له نیونو سره ډیر مخ کېږي.

له دې ډلې حاجي دریا خان ازادي راډیو ته وویل"د خیبر پښتونخوا کې په هريپور سیمه، ایبټ اباد، مانسهرې، شینکیاری، په دې سیمو کې یې ډیر افغانان ونیول. زیاتره په دې کې کوچیان دي، په مختلفو سیمو کې پراته دي، عام خلک خو په کمپونو کې پراته دي، دا کوچیان له کمپونو بهر دي، ځکه د خپلو مالونه لپاره دوی په کمپ کې استوګنه نه شي کولای، له سلو زیات یې په هریپور کې نیولي، څه د روپیو په واسطه له تاڼو څخه راخلاص شول، څه په جیل کې دي."

د نوموړي په خبره د افغان کوچیانو ۹۵۵ کورنۍ له دوی سره راجستر دي چې په پاکستان کې اوسېږي.

دی زیاتوي چې مخکې د دوی لپاره افغانستان ته د تګ راتګ او پاکستان کې اوسېدو هیڅ بندیز نه و او نه یې اسنادو ته اړتیا وه.

په دې اړه نور:

پاکستان کې افغان کډوال؛ د څښاک اوبه نه لرو، داکټر ته تللی نه شو، کار کولی نه شو، هر څه په موږ بند دي

خو په کراچۍ کې د افغان کډوالو مدافع وکیلې منزه کاکړ د جنوري په ۲۱ ناوخته ازادي راډیو ته وویل" دا کوم قانون نه دی چې کوچیانو ته دې څوک څه نه وايي، مخکې به یې یو څه رعایت ورسره کولو، خو اوس یې ورسره نه کوي، او که چیرې ونیول شي نو افغانستان ته به یې خامخا ډیپورت کوي."

د کوچیانو استازي وايي چې کله د خپلو رمو د څرولو لپاره له خپلو مېنو بهر وځي نو د پولیسو له خوا نیول کېږي.

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته ویلي چې دغه هیواد پرېږدي او یوازې د پاسپورت او ویزې درلودونکي کسان پاتې کېدلی شي.

پاکستان کې د افغان کوچیانو د نیولو دا شکایتونه داسې مهال دي، چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو، این، ایچ، سي، ار) هم ویلي، چې په پاکستان کې د افغان کډوال په تګ راتګ محدودیتونه او د پولیسو له خوا یې د ځورونې، نیولو او ایستلو موارد زیات شوي دي.

( یو، این، ایچ، سي ) د جنوري په شلمه په خپل راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې له ۱۱ لکه څخه ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې تر ۱۵۴ زرو ډېر کسان په جبري ډول شړل شوي دي.

د تېرې یکشنبې په ورځ طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، هم ویلي وو، چې په پاکستان کې په ورستیو څوو اونیوو کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او له دوی سره د ناوړه چلند پېښې زیاتې شوې دي.

نوموړي په یو غږیز پیغام کې د پاکستان له حکومت غوښتي وو چې له دې کار لاس واخلي.