د جنوبي وزیرستان چارواکي؛ له افغانستان سره د انګور اډې لار دې د سوداګرو پر مخ خلاصه شي

د جنوبي وزیرستان د سوداګرۍ خوني چارواکي وايي، له افغانستان سره د انګور اډې لار دې د سوداګرو پر مخ خلاصه شي.

د دغې خونې عمومي منشي عین الدین وزیر پرون دوشنبې د ازادي راډیو مشال برخې سره خبرو کې دا غوښتنه کړې او ویلي دي چې تراوسه د دوی خوا سوداګرو ته په کروړونو پاکستاني روپیو تاوان رسیدلی دی.

بل پلو، په جنوبي وزیرستان کې یو شمیر نورو لوړپوړو چارواکو د پاکستان له حکومته غوښتي چې افغانستان سره تړلې سوداګریزې لارې پرانیږي.

د تیر کال په اکټوبر میاشت کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ له نښتې وروسته د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې وتړل شوې.

افغان سوداګر چې مالونه يې د تورخم او کراچۍ بندرونو سربیره له پاکستان سره په نورو سوداګریزو لارو کې بند پاتي دي وايي، په میلیونو ډالرو تاوان يې کړی دی.

افغان او پاکستاني لوري څو ځلې د لارو د خلاصون په موخه خبرې اترې هم کړې خو پایله يې ورکړې نه ده.