د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر احمد شرع او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د جدی په ۲۹مه د ټيلفون له لارې د کردانو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، دا ټلیفوني تماس وروسته له هغې شوی چې دمشق له کرد ځواکونو سره یوې هوکړې ته ورسېد چې اوربند هم پکې شامل دی.
دیرالزور کې سوري ځواکونه
احمد شرع د کردانو په مشرۍ د سوریې د دموکراتیکو ځواکونو له مشر مظلوم عبدي سره په کتنه کې هم د دې هوکړې په اړه خبرې وکړي.
دغه هوکړه د سوریې د حکومتي جوړښت په چوکاټ کې د کردانو د ادارې د مدغم کېدو موضوع رانغاړي، خو یوې کرد سرچینې چې د خبرو اترو له جزییاتو خبره ده، فرانسپرېس ته ویلي چې د مذاکراتو فضا مثبته نه وه.
دې کرد سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د دوشنبې د ورځې د شرع او عبدي ترمنځ د خبرو په اړه وویل چې اختلافات د «هوکړې د موادو د پلي کېدو د میکانیزم» پر سر دي.
د سوریې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د احمد شرع او ډونالډ ټرمپ په ټلیفوني تماس کې «د سوریې د دولت په چوکاټ کې د کردانو د خلکو د حقونو د تضمین او ساتنې پر اړتیا» ټینګار شوی دی.
دواړو لورو همدارنګه «د سوریې د خاورې د یووالي او خپلواکۍ د ساتلو پر اهمیت» ټینګار کړی او د داعش ډلې پر ضد د «همکارۍ» په اړه یې خبرې کړې دي.
د اوربند له اعلان سره سره د دوشنبې په ماښام د رقه په ښار کې د لنډې مودې لپاره نښتې وشوې او د فرانسپرېس خبریال ویلي چې د سختو بمباریو غږونه یې اورېدلي دي.
وروسته د سوریې د دفاع وزارت یوې سرچینې فرانسپرېس ته پرته له دې چې نور جزییات ورکړي ویلي چې نښتې درېدلې دي.
د کردانو او د سوریې د حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتو امنیتي اندېښنې زیاتې کړې او هغه د دې سبب شوې چې ملکي وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شي.