له افغانستان سره د جاپان نولس نیم میلیونه ډالره مرسته

د جاپان بیرغ

جاپان اعلان وکړ چې له افغانستان سره نولس نیم ملیون ډالره نوې مرسته کوي.

دا خبره په کابل کې د جاپان سفیر کینیچي ماساموتو د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د کتنې په مهال کړې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جاپان د سفیر له قوله راپور ورکړی چې ویلي یې دي، دا مرسته د افغانستان له خلکو سره د جاپان د مرستو د لړۍ یوه برخه ده۔

په همدې حال کې، ایټالیا هم له افغانستان سره د ۲،۵ میلیونه یورو چې څه کم درې ملیونه ډالر کیږي، د نوې مرستې اعلان کړی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د دوشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې له ایټالیا څخه د افغانستان له بشري صندوق سره د دې مرستې له امله مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې صندوق دوامداره ملاتړ د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون او د هغو کسانو د ساتنې توان پیاوړی کوي چې له تر ټولوزیات له خطر سره مخ دي۔

دا په داسې حال کې ده چې اوچا مخکې ویلي وو، روان میلادي کال کې به شاوخوا ۲۱،۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا ولري۔

اوچا د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په وروستیو کې هم اعلان کړی و چې افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې د نړۍ له سترو بشري بحرانونو سره مخ شي، داسې بحراني وضعیت چې د دې هېواد خلک له ساړه ژمي، پراخې بې ‌وزلۍ او د اسانتیاوو له کمښت سره مخامخ کوي۔