د افغانستان شاوخوا ۵۰ ملي سوداګر نن بنګله دیش ته تللي څو له هغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو او د سوداګرۍ د کچې په لوړولو خبرې وکړي.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت په یوه بیان کې ویلي د دغه پلاوي مشري د یاد وزارت مرستیال احمدالله زاهد کوي.
د بیان په اساس د دغه سفر هدف د سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د کورنیو محصولاتو لپاره د صادراتي فرصتونو زیاتول او د سیمه ایزې اقتصادي همکارۍ پياوړتیا ده.
دا پلاوی همداراز هڅه کوي چې د سوداګرۍ لپاره نوې لارې ولټوي ځکه د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو د تړل کېدو په سبب سوداګرو ته په سلګونو میلیونه ډالره زیان اوښتی.