ملګري ملتونه وايي، روسیې او اوکراین د زاپوریژیا د اټومي بټۍ په ساحه کې پر اوربند موافقه کړې

د اوکراین په جنوب کې د زاپوریژیا اټومي بټۍ چې اوس د روسيې په ولکه کې ده.

د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ اداره IAEA وايي، روسیې او اوکراین د زاپوريژیا د اټومي بټۍ په شاوخوا سیمه کې پر محلي اوربند موافقه کړې ده څو د دې بټۍ د بریښنا د وروستي مرستندوی مزي د ترمیم امکان برابر شي.

په یوه بیان کې چې IAEA پرون ناوخته خپور کړ راغلي دي، د بریښنا دا مزی چې د جنوري په دوهمه د پوځي فعالیتونو په نتیجه کې زیانمن شوی باید په راروانو ورځو کې بېرته فعال شي.

په بیان کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مشر رافایل ګروسي له قوله راغلي دي چې وايي، دا د دې ادارې په نوښت څلورم موقت اوربند دی او څرګندوي چې IAEA خپل مهم رول ته دوام ورکوي.

زاپوريژیا د اروپا د بریښنا د تولید تر ټولو لوی تاسیسات دي چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ میاشتې راهیسې روسي ځواکونو ولکه پرې ټینګه کړې ده.