امریکا په قطر کې هغه کمپ تړي چې سلګونه افغانان متحدوایالتونو ته د تلو په تمه پکې دېره دي

د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ودانۍ

په دریمو هېوادونو کې په تمه د امریکا د افغان متحدینو په اړه د متحده ایالاتو د حکومت د بېلابېلو اعلانونو په دوام، اوس راپورونه وايی چې امریکا په قطر کې د افغان پناه غوښتونکو کمپ تړي.

د واشنګټن ټایمز په شمول بېلابېلو امریکایي او د منځني ختیځ رسنیو، امریکايي قانون جوړوونکو او د افغان کډوالو د حقونو ځینو ملاتړو ډلو خبر ورکړي چې د امریکا حکومت په قطر کې د (CAS) یا سیلیه په نوم کمپ تړي.

د دې راپورونو له مخې، دا کمپ چې له ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د زرګونو افغانانو د تخلیې پر مهال د امریکا پخوانیو افغان متحدینو ته ځانګړی شو، اوس په کې تر ۱۰۰۰ تنو افغانان امریکا ته د لېږد په تمه او د اسنادو د پروسس لپاره دېره دي.

د منځني ختیځ د مېډل ایسټ ای (Middle East Eye) په نوم رسنۍ د جنورۍ په ۱۵مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې که څه هم یاد وزارت په دې اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی، خو په ټکو یې د دې وزارت یو ویاند دوی ته تأیید کړې چې امریکا به "د مارچ تر ۳۱مې پورې" ټول افغانان له دې کمپ وباسي او د روان مالي کال تر پایه پورې به د (CAS) په نوم دا کمپ په بشپړ ډول تخلیه کړي.

په دې اړه نور: واشنګتن د لسګونو هیوادونو اتباعو ته د کډوالۍ د ویزو بهیر دروي

د دې رسنۍ د راپور په ټکو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند ورته د افغانانو د انتقال په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن پر پالېسۍ د نیوکې ترڅنګ ویلي چې له (CAS) کمپه درېیمو هېوادونو ته د دې ډلې افغانانو استول یو مثبت حل کېدای شي چې په خبره یې دوی ته خوندیتوب برابر کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې الیزابت سټېکني په دې اړه د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

په قطر کې په یاد کمپ کې ځیني مېشت افغانان هم د دې کمپ د تړلو خبر تأییدوي، خو وایي چې دوی یې د خپل برخلیک په اړه سخت اندېښمن کړي دي.

د قطر په کمپ کې دېره افغانان وايي ډېر اندېښمن دي او نه پوهېږي له دې وروسته چېري ولاړ شي.

له دې ډلې د امریکا د کډوالۍ یو کېس لرونکی چې دی په یوګانډا او څلور کوچني ماشومان او په سرطان اخته ناروغه مېرمن یې د قطر په دې کمپ کې متحده ایالاتو ته د انتقال په تمه دي، وایي چې نورو هېوادونو ته د تګ لاره نه لري او د ګواښونو له امله افغانستان ته هم بېرته نشي ستنېدای.

هغه زیاته کړه چې "د خپلې کورنۍ د وضعیت او برخلیک په اړه سخت اندېښمن یم. دا ډول پرېکړه د انسان پر ژوند لوبه ده، زموږ چې څومره سرمایه او هستي وه په دې کابو پنځو کلونو کې مو هر څه له لاسه ورکړل. زموږ غوښتنه دا ده چې امریکا چې موږ راوستو نږدې پنځه کاله یې پر موږ دې زندان کې تېر کړل، اولادونه مې له تعلیمه پاتې شول، باید زموږ انساني حقونه راکړي که امریکا نه وي حداقل بل هېواد ته دې ولېږي."

په دې کمپ کې یوې مېشتې افغانه وايي، دا نه پوهېږي چې له دې وروسته به له خپلو ماشومانو سره چېرې ولاړه شي. دا مېرمن چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، د غږ د بدلون په شرط ازادي راډیو ته وویل"له حده زیات خواشیني یو. یوازې زه نه، دلته خورا ډېر ماشومان، ناروغان او خلک دي چې ټول ډېر بد حالت کې دي. له هغه وخته چې دا خبر خپور شوی زموږ مسوولین دلته نشته او (له کمپه) بهر دي. زه یو کال او یوه میاشت کېږي چې دلته یم، طبعاً کوم کسان چې زموږ په شان ستونزې لري افغانستان ته تلی نه شي، اړ دي چې دلته پاتې شي."

ځینو امریکایي چارواکو د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې د متحده ایالاتو د افغان متحدینو ننګه کړې ده.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو خدمتونو کمېټې لوړپوړي ډیموکرات غړي ګریګوري مېکس په یوه بیان کې ویلي چې "د (CAS) کمپ تړل د ټرمپ د ادارې وروستی بې پروا ګام دی چې د دې متحدینو لپاره په متحده ایالاتو کې د خوندي د ځای پرځای کیدو لپاره هره پاتې لاره به له منځه یوسي."

هغه دا هم ویلي چې دا له هغو کسانو سره ژور خیانت دی چې په افغانستان کې له امریکا سره ولاړ وو.

افغان کډوال وايي، نورو هېوادونو ته د تګ لارې نه لري او د ګواښونو له امله هېواد ته هم نه شي ستنېدای.

دغه شان امریکا ته د افغانانو د انتقال د یوه ملاتړي بنسټ «افغان ایواک» مشر شان وندایور په خپله اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) د یو بیان په خپرولو په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نیوکه کړې او لیکلي یې دي، د دې پرېکړې عملي کول به سخت وي او شونې به نه وي چې امریکا په شپږو اوونیو کې وکړای شي درېیم هېوادونه قانع کړي چې د ده په ټکو، دا ۱۱۰۰ تنه افغانان ومني.

د امریکا دولت داسې وخت دا پرېکړه کوي چې تازه دوه ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ۷۵ هېوادونو وګړو ته د ویزو پروسس بندوي.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۵ کال جنورۍ کې واک ته له ستنېدو وروسته تل د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن پر پالېسیو د نیوکو سربېره د افغانانو په ګډون متحده ایالاتو ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د کډوالۍ په اړه مختلفې تګلارې وړاندې او پلې کړې دي.

ټرمپ د خپلو دې اقداماتو په دفاع کې ویلي چې د افغانانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو امریکا ته د کډوالۍ بهیر تر هغه ځنډوي څو چې د امریکا د امنیت او د امریکایانو د شتمنۍ د خوندیتوب په اړه یې ډاډ ترلاسه کړی نه وي.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو او د امریکايي ځواکونو په ګډون د نړیوالو ځواکونو وتلو وروسته، ډیری افغانان چې د متحده ایالاتو ځواکونو یا بشري ډلو سره یې کار کاوه او ځانونه یې افغانستان کې امن نه احساسول، د امریکا لخوا د قطر په ګډون درېیمو هېوادونو ته بیول شول او یا یې ورته د تګ لارښوونې وکړې چې اوس دا افغانان په خورا سختو شرایطو کې له نا څرګند برخلک سره مخ دي.