د خوړو د نړیوال پروګرام اټکل: په نوي کال کې بېوزلي ښايي پر افغان ښځو او ماشومانو ناوړه اغیز وکړي

په هلمند کې د خوارځواکو ماشومانو د علاج روغتون (آرشیف)

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام WFP جګپوړی چارواکی وايي چې د خوارځواکۍ بحران پر هغو افغان ښځو او نجونو ناوړه اغېز کړی چې نړیوالې ټولنې هېرې کړې دي.

د WFP د افغانستان د څانګې مشر جان ایلییف د فرانسپرس خبري آژانس دې پوښتنې ته چې په نوي میلادي کال کې به څه پېښ شي په ځواب کې وویل چې په راروانو ۱۲ میاشتو کې به د افغانستان نژدې پنځه میلیون ښځې او ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره چې د دوی ژوند به وګواښي، مخامخ شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې نژدې پنځه میلیون افغان ماشومان به په روان کال کې د خوارځواکۍ علاج ته اړتیا ولري.

ښاغلي ایلییف د نړیوالو مرستو د کمېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې که مرستې ونه رسېږي نو نتیجه به یې د خوارځواکۍ ځپلو ماشومانو مړینه وي.

د ملګروملتونو دا اړونده اداره افغانانو ته د خوراکي توکو مرستې رسوي خو د دې مرستو کچه په تېرو څو کلونو کې راکمه شوې ده ځکه نړیوال د طالبانو پر حکومت له دې کبله انتقاد کوي چې نجونه زده کړو ته او ښځې کار ته نه پرېږدي.