بریتانیا پرون چهارشنبې د ورځې ناوخته اعلان وکړ چې د دې هېواد سفارت په تهران کې مؤقتاً تړل شوی دی.
د آزادې اروپا/ ازادي راډیو د فردا څانګې د راپورله مخې یوه بریتانوي چارواکي ویلي چې د بریتانیا سفیر او د قونسلګرۍ ټول کارکوونکي د امنیتي ارزونو پر اساس او د کارکوونکو د خوندیتوب د لومړیتوب لپاره ایستل شوي دي.
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې ایراني چارواکي هڅه کوي د اسلامي نظام پر ضد پراخ او سراسري اعتراضونه کنټرول کړي او هغه هم داسې مهال چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله د مداخلې ګواښ کړی دی.
بریتانیا او متحده ایالاتو همدارنګه وروسته له هغې چې یوه لوړ پوړي ایرانی چارواکي اعلان وکړ چې تهران خپلو ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی چې که واشنګټن پرایران برید وکړي، په سیمه کې به امریکایي اډې په نښه کړي، په منځني ختیځ کې له پوځي اډو یوشمیرپرسونل ایستلي دي.