د ژغورنې نړیواله کمیټه: په افغانستان کې اولس ملیونه وګړي بیړنو مرستو ته اړتیا لري

د ژغورنې نړیواله کمیټه ، (IRC) وايي اوسمهال په افغانستان کې ۱۷ ملیونه خلک خوراکي مرستو ته بیړنۍ ارتیا لري.

خبرپاڼه وايي د افغانستان په سختو زیانمنو سیمو کې ددغې کمیټې څیړنې د لوږې دبحران ژوروالی څرګندوي او لدی امله یې په بامیان ، کنړ او هرات ولایتونو کې خوراکي مرستې زیاتي کړي دي.

د IRC موندنې ښيي چې ددوی لخوا په ترسره شوې سروې کې د ۹۵ سلنه ګډونوالو خوراکي مصرف کمزوری دی چې خوړو ته ناکافی لاسرسی ښيي.

۹۵٪ نورو ویلي چې د ژوند ستونزې ګالي ، پیسې له نورو په پور اخلي او خپل طبي معاینات هم ځنډوي .

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې موندنې ښيي چې د شپږو میاشتو څخه د کم عمر ۹۳٪ کوچنیانو او ۸۴٪ د دوو کلونو څخه کم عمر ماشومانو ته د مور شیدې ورکول کېږي او دیته په کتو اټکل کیږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۱.۲ ملیونه امیندواره یا شیدې ورکوونکې میرمنې د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.

(IRC) له ۱۹۸۸ کال راهیسې افغانستان کې فعالیت لري او په تیر ۲۰۲۵ کال کې یې ۵ ولایتونو کې ۷۸۰ زره کسانو سره مرسته کړې.