د ټایلنډ په شمال ختیځ کې لږ تر لږه ۲۲ کسان هغه مهال ووژل شول چې یوساختماني جرثقیل د مسافر وړونکي اورګاډي پر سر ولوېد. په دې پیښه کې شاوخوا ۷۰ نور کسان ټپیان شول.
د جرمني خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د چهارشنبې په سهار، د جدې په ۲۴مه، د ناخون راچاسیما ولایت په سیکیو ولسوالۍ کې، چې د بنکاک څخه شاوخوا ۲۳۰ کیلومتره شمال ختیځ ته پرته ده، رامنځته شوه.
د ځايي رسنیو د وینا له مخې، هغه جرثقیل چې د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو لپاره کارول کېده، پر اورګاډي د تېرېدو پر مهال را ولوېده چې له امله یې څو واګونونه له پټلۍ څخه ووتل.
د تایلنډ د دولتي اورګاډي شرکت ویلي چې د پېښې پر مهال ۱۹۵ کسان په اورګاډي کې سپاره وو، او چارواکو د دې پېښې د علت په اړه څېړنې پیل کړې دي.