د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق یونیسف وايي، په ۲۰۲۶ کال کې اټکل کېږي چې په افغانستان کې به ۲۱،۹ میلیونه کسان چې ۱۱،۶ ملیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونیسف په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې په دې هیواد کې د خوندیتوب بحران لا ژور شوی او د زیږون پرعمربرابرې ښځې، ماشومان، ځوانان او منزوي شوې ډلې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخ دي.
یونیسف ویلي چې په بېړني ډول ۹۴۹،۱ میلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري تر څو ۱۲ میلیونه کسانو ته، چې په کې ۶،۵ میلیونه ماشومان شامل دي، د ژوند ژغورنې مرستې او بنسټیز خدمتونه چمتوکړي. د دې ادارې په وینا دا پانګونه به د بېړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ټولنو اوږدمهاله تیاری او مقاومت پیاوړی کړي. یونیسف ویلي، له افغانستان سره دا ملاتړ ځکه ډیرمهم دی چې په دې هیواد کې هر ماشوم ته د ژوندي پاتې کېدو او ودې فرصت برابر شي.