د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پرون سې شنبې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت له سرپرستې جورجټ ګانیون سره په کتنه کې د دوحې د پروسې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د دوحې د پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې او خصوصي سکتور د ملاتړ د کاري ډلو د پرمختګونو او راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې او د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د دوی له اړخه د دې پروسې په کاري ګروپونو کې پرمختګ د قناعت وړدی خو مقابل لوري ندي توانیدلي چې د بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناع بخښونکې لاسته راوړنې ولري.
په بیان کې همدارنګه ویل شوي چې میرمن جورجیټ د دوحې د پروسې د دوو کاري ډلو د مخکینیو ناستو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې به لا نوره توجه وشي. د ملګروملتونو مرستندویه مامویت یا یوناما د دې خبر ترچمتو کیدو پورې د دغې کتنې په اړه څه ندي ویلي.
د دوحې د پروسې په چوکاټ له ښکلیو اړخونو د طالبانو د حکومت یوه عمده غوښتنه داده چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د کوکنارو د له منځه وړلو د هڅو په بدل کې له بزګرو سره د بدیل معیشت په برخه کې زیاته مرسته وکړي.