ترکیه غواړي د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید فابریکه جوړه کړي

د پروان ولایت د جبل السراج فابریکه، انځور په ۲۰۱۶کال کې اخیستل شوی دی

ترکیه غواړي د افغانستان په شمال کې د سمنټو د تولید یوه نوې فابریکه جوړه کړي.

د راپورونو له مخې دا خبره په جوزجان کې د طالبانو د والي دفتر د سې شنبې په ورځ کړې او ویلي یې دي چې دا ژمنه په مزارشریف کې د ترکیې جنرال قونسل مراد دیکمن د جوزجان له والي مولوي عبدالله سرحدي سره په کتنه کې کړې ده.

د ترکیې جنرال قونسل په جوزجان کې د خپل هیواد د اوسنیو فعالیتونو او د راتلونکو انکشافي پروګرامونوپه اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې په نژدې راتلونکې به په دې ولایت کې له ۱۵۰ نه تردوه سوه ملیون ډالرو پانګونې د سمنټو د تولید یوه فابریکه جوړه کړي چې په سلګونو کسانو ته به د کارزمینې برابرې شي. د هغه په خبره ترکیې په تیرو کلونو کې په جوزجان کې د زده کړې، روغتیا او دوامداره پرمختګ په برخوکې اغیزمن اقدامات کړي او په راتلونکې به هم دغو هڅو ته دوام ورکړي.

ترکیه سره له دې چې د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي پالي خو د هغوی حکومت یې تراوسه په رسمیت ندی پیژندلی.