په کندوز کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د خبرېالې ناظرې رشیدي نیول تایید کړي

ناظره رشیدي - افغان بندي خبریاله

دغې قومندانۍ د دوشنبې په ورځ ( د جدي ۲۲مه) یوه خبرپاڼه کې وویل چې میرمن رشیدي له څلورو نورو ښځو سره د " یوې جنایي پیښې" په تړاو نیول شوي دي.

وړاندې راغلي چې د نوموړې نیول کېدا د هغې له رسنیز کار سره کوم تړاو نه لري.

پرناظرې او څلورو نورو میرمنو د لګول شویو تورونو په اړه تراوسه جزییات نشته.

تر دې وړاندې د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان ویلي و چې طالبانو ناظره رشیدي د تیرې سې شنبې په ورځ نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې ده.

د ناظرې خور هاجرې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هغه د کندوز د استخباراتو په زندان کې ده او لاس او پښې یې تړل شوي دي.