د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، هیچا ته په هیڅ ځای کې باید اجازه ورنه کړل شي چې د دوی د حکومت په ضد خبره وکړي.
ښاغلي کبیر دغه څرګندونې د خوست ولایت په دومنده ولسوالۍ کې د همدې او څو نورو ولسوالیو د قومي مشرانو غونډې ته کړي چې ملي ټلویزیون د مرغومي په ۲۱مه خپرې کړې دي.
نه به په غره کې چاته اجازه ورکوو، نه په هواره کې او نه هم په سړک کې چې د اسلامي امارت په خلاف یوه خبره وکړيمولوي عبدالکبیر
" امارت ( د طالبانو حکومت) او ملت په شریکه قرباني ورکړې او دغه امن او اسلامي نظام راغلی. دا زمونږ او ستاسو شریک نظام دی، په شریکه به یې ساتو. نه به په غره کې چاته اجازه ورکوو، نه په هواره کې او نه هم په سړک کې چې د اسلامي امارت په خلاف یوه خبره وکړي، هیچاته، ورته وایه چې خوله دی سهي ساته. نور که کوم مشکل لرې، د نر غوندې یې وایه."
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل یوه فرمان کې پر طالب چارواکو د خلکو او رسنیو نیوکې منع کړې.
نوموړي په دغه فرمان کې خبرداری ورکړ چې سرغړونکي به له سخت چلند سره مخ شي.
په دې فرمان کې ویل شوي، هغه نیوکې چې "بې ځایه " او " له واقیعته لرې " وي له اسلامي لارښونو سره په ټکر کې دي او عاملان به یې مجازات شي.
خبریال ظاهر بهاند وایي، د طالبانو د حکومت له پيله د ازادو رسنیو او فعالانو د خولو چوپولو هڅه پېل شوې او په خبره یې نوی فرمان او څرګندونې هم همدغه هدف لري.
" د دغو فرمانونو له لارې دوی غواړي خپلې کړنې پټې کړي او نه غواړي دنیاوال پرې خبر شي. د هرې ورځې په تېرېدو سره رسنۍ د کمېدو په حالت کې دي، خبریالان نه شي کولای چې د زړه حال ووایي، نه شي کولای پر طالبانو نیوکې وکړي، هغه خبر چې لیکلي، د دوی په خوښه یې لیکي. فکر وکړی چې رسنۍ په داسې وضعیت کې وي، هغه به څه د بیان ازادي وي؟."
مدني فعال سمیع الله سیحون وایي، دا ډول څرګندونې پر رسنیو سربیره پر عامو خلکو هم منفي اغیز کوي.
" ټول فرمانونه چې د خلکو پر ژوند د محدودیت په هدف د طالبانو له خوا صادریږي، موخه یې داوي چې د خلکو اعتراض او د حق غوښتنې غږ چوپ کړي. د هغه چا په ضد غږ چې لومړني حقونه یې ترې اخیستي."
که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د بیان ازادۍ ته ژمن دي، خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي، کورنۍ رسنۍ یوازې هغه څه راپور کولای شي چې د حکومت په خوښه وي.
د طالبانو حکومت د همدې بندیزونو او محدودونکو فرمانونو له کبله د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو تر فشار لاندې هم دی.
د ملګرو ملتونو په ګډون بیلابیلو سازمانونو د طالبانو له حکومته غوښتي چې خپل محدودونکي فرمانونه بیرته واخلي، خو دوی یې تل ننګه کړې او هغه یې پلي کړي دي.