پي ټي ای د "ترهګرو د ملاتړ" تور رد کړی او وايي د "ترهګرۍ" پر موضوع دې له "سیاسته" ډډه وشي

د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان په راولپېنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال - انځور له ارشیفه.

پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) د "ترهګرو د ملاتړ تورونه" رد کړي دي او ويلي يې دي چې باید د "ترهګرۍ پر موضوع سیاست و نه شي."

د ګوند مشر ګوهر علي خان، عمومي سېکرټر سلمان اکرم راجا او مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپیکر اسد قیصر د جنورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې ګډې خبري غونډې ته په وینا کې د ترهګرۍ پر وړاندې تګلارې ته د بیاکتنې وړاندیز وکړ.

ګوهر علي خان خبري غونډې ته وویل چې پي ټي ای تل دا دریځ لرلی چې "ترهګري یو ناسور دی او ختمول یې د ټولو ګډه ذمه واري" ده.

ده وویل، د "ترهګرۍ پر موضوع سیاست کول نه یوازې ناسم بلکې زیان رسوونکی عمل" دی.

خان وویل، د "ترهګرۍ پر وړاندې یو ګډ دریځ او بیانیه په کار" ده.

د تحریک انصاف مشر د چا له نوم اخیستو پرته د پوځ ویاند او پر ټولنیزو شبکو د امنیتي ادارې (اېسټیبلېشمنټ) پلویانو ته په اشاره وویل چې که د ناامنۍ او ترهګرۍ د ختمولو لپاره د "جدي تګلارې اړتیا" وي نو بیا دې د "خبري غونډو" او د اېکس (پخواني ټوېټر) له لارې د تورونو پورې کولو پر ځای په اړوندو فورمونو کې دلایل وړاندې شي.

د پي ټي ای بل مشر سلمان اکرم راجا ټینګار وکړ چې د ګوند زنداني بنسټګر او پخوانی صدراعظم د "ترهګرو ملاتړی" نه دی او دا چې "یوازې یو ناپوه کس به له ترهګرو سره خواخوږي ولري."

راجا هم له نوم اخیستو پرته د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر جنرال احمد شريف چودري په وروستۍ خبري غونډه کې په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو دوام په اړه څرګندونو ته په اشاره وویل چې تحریک انصاف "د پاکستان له ولس سره ولاړ" دی او "د بېګناه خلکو بېکوره کېدل او قربانۍ" ورته د منلو نه دي.

د پارلمان پخواني مشر اسد قیصر په خپلو خبرو کې د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې د خیبر پښتونخوا د حکومت په کوربه توب د شوې "امن جرګې" ذکر وکړ او و یې ویل چې هلته پرېکړه شوې وه چې د ناامنۍ پر وړاندې هره تګلاره باید دایالتي حکومت په مشوره جوړه شي.

ده د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان اوسنۍ تګلارې، چې د "عزم استحکام" په نوم هدفي عملیات یې برخه دي، ته په اشاره زیاته کړه چې که "یوه پالیسي بیا بیا ناکامېږي" نو معنا یې دا ده چې "د بیاکتنې وخت یې رارسېدلی" دی.

په دې اړه نور:

د پاکستان پوځ وايي د خيبر پښتونخوا د حکومت پر مخالفت سربېره د وسلوالو ضد عمليات کوي د پي ټی ای مشران وايي پوځ پر ګڼو عملياتو سربېره امن نه دی راوستلی ایمنسټي انټرنیشنل د پاکستان حکومت ته: د اډیالې زندان مخې ته د پي ټي ای پرلتوالو ضد زور مه کاروئ عدالت د تحریک انصاف څه باندې ۱۰۰ غړو ته د بند سزا اورولې

د پي ټي ای مشرانو دا څرګندونې د پوځ د ویاند جنرال احمد شريف چودري تر هغې خبري غونډې دوه ورځې وروسته کړې دي چې پکې یې په ۲۰۲۱ز کال کې پر پاکستان د هغه ګوند د واکمنۍ پر مهال ورباندې د "ترهګرو د داخلي ملاتړ" تور پورې کړی وو.

د عمران خان په صدارت کې د تحریک انصاف پخواني حکومت د ۲۰۲۱ز کال په وروستيو د پوځ له مشرتابه سره په سلا په کابل کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) له مشرانو سره خبرې اترې کړې وې چې مینځګړتوب یې په افغانستان کې د طالبانو حکومت کاوه.

په څو پړاونو کې شویو هغو مذاکراتو کې ځينې سیاسي او قبایلي مشرانو هم ګډون درلود چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۲ز کال په مې کې د پاکستان او ټي ټي پي ترمينځ اوربند وشو خو هغې وسلوالې ډلې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې اوربند ختم کړ. له هغه وخت راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامنۍ زور اخیستی دی.

تر دې وروسته د عوامي نیشنل ګوند او پیپلز ګوند په ګډون یوشمېر ګوندونو پر عمران خان تور پورې کړی وو چې هغه او د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) پخواني مشر جنرال فيض حميد له ټي ټي پي سره د مذاکراتو له لارې وسلوال پاکستان ته ولېږدول چې له کبله یې پښتنې سیمې ناامنه شوې.

خو د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان په تېرو وختونو کې په بیا بیا ویلي چې هغه مذاکرات د پوځ په خوښه شوي ول.

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جنورۍ پر شپږمه په راولپېنډۍ کې خبري غونډې ته په وینا کې د خيبر پښتونخوا د اعلاوزير سهېل اپرېدي او د هغه د ګوند پاکستان تحريک انصاف د رهبر عمران خان نومونو له یادولو پرته وویل چې د هغوی په بیا بیا انکار او مخالفت سربېره په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو پرضد عملیات روان دي ځکه چې په وینا یې، د پاکستان ايين پوځ ته اجازه ورکوي چې د وسلوالو پرضد د عملياتو په ترسره کولو "د هېواد او ولس دفاع باوري کړي."

نوموړي وویل، "عمليات روان دي ځکه امنيت او ځينې نور بنيادي شيان دي چې هېڅ ډول جوړجاړی ورباندې نه شي کېدای."

اپرېدي د جنورۍ پر پینځمه ویلي ول چې حکومت یې پوځ ته په هغه ایالت کې د عملیاتو اجازه نه ورکوي او ویلي یې ول چې د ایالت په بېلابېلو برخو کې څو ځلې عملیات شوي دي خو "د امن راتلو پر ځای ناامني زیاته شوې" ده.

اپرېدي زیاته کړې وه چې د ۲۰۲۵ز کال د نومبر پر ۱۲مه د ایالتي اسمبلۍ په ودانۍ کې په یوه جرګه کې پرېکړه شوې وه چې په ایالت کې به داسې پوځي عملیات نه تر سره کېږي چې له امله یې خلک بې کوره شي.

د پوځ ویاند داراز په خبري غونډه کې یو ځل بیا د پي ټي ای پر مشرانو سختې نيوکې وکړې او هغوی يې د وسلوالو پر ضد په نه درېدو تورن کړل.

نوموړي دعوه وکړه چې وسلوال د نورو ګوندونو مشران په نخښه کوي او د پي ټي ای مشرانو ته څه نه وايي.

تحریک انصاف د چودري دا څرګندونې د خپګان وړ بللې وې او ویلی يې ول چې یوشمېر مشران یې په وسلوالو حملو کې وژل شوي او ژوبل دي چې تازه بېلګه يې د جنورۍ پر شپږمه په بنو کې د یو ځايي مشر او د ډومېل پخواني ناظم فدا محمد وزیر پر موټر بمي بريد دی چې نوموړی پکې ژوبل شو.