ډیلسي روډریګز رسماً د دوشنبې په ورځ د وینزویلا د موقتې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.
اغلې روډریګز تر دې مخکې د وینزویلا د ولسمشر مرستیاله او د نفتو وزیره وه.
۵۶ کلنه ډیلسي روډریګز د خپل ورور جورج روډریګز په وړاندې چې د وینزویلا د ملي شورا رییس دی لوړه وکړه.
اخوا د وینزویلا لرې شوي جمهور رییس نیکولاس مادورو د دوشنبې په ورځ د مخدره توکو او ترهګرۍ اړوند تورونه رد او ځان یې بیګناه وباله.
مادورو چې شنبه سهار وختي د امریکايي ځواکونو له خوا د وینزویلا په کاراکاس کې تر نیول کېدو وروسته امریکا او بیا د نیویارک یوه زندان ته انتقال شو د دوشنبې په ورځ یې لومړنۍ محاکمه وشوه.
۶۳ کلن مادورو د یوه ژباړونکي له لارې په منهاټن کې یوې فدرالي محکمې ته وویل چې هغه یو معزز سړی دی او لاهم د خپل هیواد ولسمشر دی.
د مادورو میرمن، سیلیا فلورس، هم تورونه رد کړي او د بې ګناهۍ ادعا یې کړې ده.
قاضي د دوی راتلونکې محاکمه د مارچ اولسمه اعلان کړې ده.