په ایران کې پېل شوې مظاهرې اتمې ورځې ته وغځېدې.
راپورونه او خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې تېره شپه هم په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه شوي دي.
له پولیسو سره د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي دي.
په ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې امنیتي ځواکونه پر مظاهره کوونکو ساچمه یي ګولۍ او اوښکې بهونکی ګاز کاروي.
د هرانا په نوم د ایران د بشري فعالانو یوې مجموعې ویلي، د اعتراضونو له پېل راهیسې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي دي.
اعتراضونه تیره یکشنبه د ایراني ریالو د بې ساري ښکته کېدو له کبله تهران کې پیل او لمن یې نورو ښارونو ته هم وغځېده.