ټرمپ وايي که ایران سوله ییز مظاهره چیان ووژني امریکا به هغوی وژغوري

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي که ایران مظاهره چیان ووژني دوی به یې ژغورنې ته ودانګي.
د راپورونو له مخې په ایران کې چې مظاهرې نن شپږمې ورځې تر رسېدلي لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ټرمپ په خپله تروث سوشیال پاڼه کې په بیان کې لیکلي :« که ایران سوله ییز لاریونوال ووژني چې دا یې رسم دی، متحده ایالات به د هغوی ژغورنې ته ور ودانګي.»

د هغه په خبره امریکا د اقدام لپاره چمتو ده.

د ټرمپ دغه بیان د ایران د لوړپوړو چارواکو کلک عکس العمل پارولی.

د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سلاکار علي لاریجاني په ایکس پاڼه د یوه بیان له لارې په سیمه کې امریکايي سرتیري ګواښلي دي.

د ایران د رهبر علي خامنه يي سیاسي سلاکار علي شمخاني هم ګواښ کړی چې ایران به د دغه هېواد په چارو کې لاسوهونکو ته کلک ځواب ورکړي او لاس به یې ورلنډ کړي.

د بشري حقونو مدافع ډلو راپور ورکړی چې امنیتي ځواکونو پر مظاهره چیانو ډزې کړي او له تاوتریخوالي یې کار اخیستی.

د ایران شاوخوا ۳۰ ښارونو کې د ډالرو او سرو زرو د بیو د بېساري لوړېدو په غبرګون مظاهرې روانې دي.