عبدالقاسم فردوسي چې د "افغانستان د واورین سړي" په نوم مشهور دی د غور ولایت په مرکز کې د معلولیت لرونکو د ملاتړ په موخه د ورزشي حرکتونو لړۍ پیل کړې ده.
فردوسي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، " د دغو ورزشي حرکتونو موخه يې د معلولیت لرونکو کسانو لپاره د مالي ملاتړ او کاري فرصتونو برابرولو ته د خلکو پام وراړول دي".
فردوسي چې بوکسر دی، نژدې لس کاله کیږي چې په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کوي.
هغه میاشت وړاندې د کابل ـ غور لویې لارې د جوړیدو په موخه په عامه ځایونو کې ورزشي حرکتونه ترسره کړي وو.