د افغانستان په شمال کې د کوکنارو بدیل کښت؛ د بزګرانو تاوان او اقتصادي فشار

یو افغان بزګر د کوکنارو کروندې سره، پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې د افغانستان په شمال کې د بزګرانو ۸۵ سلنه کورنۍ د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته نه دي توانېدلي چې له دې درکه له لاسه وتلی عاید بیرته جبران کړي. دې ادارې تېره ورځ په یوه راپور کې ویلي چې دا وضعیت پر بزګرانو سخت اقتصادي فشار او د معیشت ملاتړ ته بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي.

د یو ان او ډي سي د یوې نظر پوښتنې له مخې چې"په شمالي ولایتونو تمرکز سره په افغانستان کې د مخدره توکو د بندیز ټولنیز-اقتصادي اغیزې" په عنوان چې پایلې یې د دوشنبې په ورځ «د ډسمبر په ۲۹مه» په یوه راپور کې خپرې شوي، ویلي چې په دې ولایتونو کې ۸۵ سلنه بزګرې کورنۍ د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته د ضایع شوي عاید د بیرته ترلاسه کولو توان نه لري.

وړاندې راغلي چې دا وضعیت په بزګرانو باندې سخت اقتصادي فشار او د معیشت ملاتړ لپاره بیړنۍ اړتیا ښي.

د دې نظر پوښتنې له مخې، په یادو ولایتونو کې د طالبانو د حکومت لخوا د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې د مخدره توکو د بندیز سره سم عمل لوړ دی، او شاوخوا ۹۵ سلنه پخوانیو د کوکنارو کروندګرو راپور ورکړی چې دوی نور د بندیز له امله کوکنار نه کري، خو بیا هم په بدخشان کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې په ټکو، غلې په ځانګړې توګه غنم، د کوکنارو د اصلي بدیل په توګه مطرح شوي خو ویل شوي چې غنم د تریاکو په پرتله خورا ټیټ اقتصادي ارزښت لري.

یو ان او ډي سي زیاته کړې چې په ۲۰۲۳ کال کې د غنمو د هر هکتار اوسط عاید شاوخوا ۷۷۰ امریکایي ډالر و، پداسې حال کې چې د کوکنارو د هر هکتار عاید نږدې لس زرو امریکایي ډالرو و، داسې وضعیت چې د دې ادارې په ټکو، په کلیوالي ټولنو باندې یې د پام وړ مالي فشار زیات کړی دی.

په راپور کې راغلي چې په ورته وخت کې د اقلیم بدلون د کرنې د معیشت لپاره د یو جدي او اضافي ګواښ په توګه مطرح شوی، چې پرله پسې وچکالۍ، بې نظمه بارانونه او د اوبو کمښت حاصلات کم کړي او کورنۍ یې د دوامداره معیشت بیا رغونې لپاره له محدودو انتخابونه سره مخ او ټولنې د خوړو د نا امنۍ او بې وزلۍ ته نږدې کړې دي.

په ورته وخت کې، یو شمیر بزګران وايي چې دوی لاهم کوکنار کري ځکه د اقتصادي ستونزو د بدتره کېدو په اړه اندیښمن دي، پداسې حال کې چې په ځینو سیمو کې د اوبو کمښت او ویجاړ شوي سړکونو د کافي کرنیزو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره یې د دوی مخه نیولې ده.

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ یو بزګر، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل:

«په بدخشان کې خلکو اوس «خشخاش» کرلي، تر اوسه یې د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی شوی، بل دا چې وچکالي وه او باران نه دی ورېدلی او تر اوسه زموږ په ولایت کې هیڅ بدیل هم نه دی ورکړل شوی، موږ پخوا شاوخوا لس جریبه ځمکه کرلې وه او اوس مو هم په ورته اندازه کرلې ده، هغه سیمې چې حکومت ته د لاسرسي وړ او سړک ته نږدې دي نه دي کرل شوي، ډیری خلکو په کې بدیلونه لکه غنم، وربشې او نخود کرلي دي، بدیل هم نه دی ورکړل شوی، زموږ اندیښنه د بې وزلۍ او بې کارۍ له امله ده، که نه نو ټول به له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي.»

د نیمروز ولایت د چهار بورجک ولسوالۍ یو بل بزګر، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، وویل چې د دوی په سیمو کې د کوکنارو کښت منع دی، خو د اوبو کمښت او خراب سړکونو له کرنې د دوی د کافي حاصلاتو ترلاسه کولو او بازار ته د رسیدو مخه نیولې ده.

«ځکه چې کوکنار په ژمي کې کرل کیږي او ډیرو اوبو ته اړتیا نه لري، او هغه څه چې په ژمي کې کرل کیږي د پسرلي په پرتله لږ اوبو ته اړتیا لري، د مثلاً پخته، زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې لږ تر لږه د کښت په موسم کې اوبه خوشې شي ترڅو خلک وکړای شي کښت او کرنه وکړي، دویمه غوښتنه مو له حکومته دا ده چې هغه سړک جوړ شي چې له دې ولسوالۍ څخه زرنج ښار ته ځي، ځکه خلکنه شي کولای په اسانۍ خپل محصولات یوسي، اصلاً دلته هندوانه ډیره ښه کرل کیږي، خو هیڅوک یې د پلور لپاره نه کري ځکه چې د لیږد لپاره یې ښه لاره نشته»

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) د دوامداره بدیل معیشت رامنځته کولو لپاره د یوې همغږې او اوږدمهاله تګلارې غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې د لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو وده، د اوبو لګولو سیسټمونو ښه کول، بازارونو او مالي چارو ته د بزګرانو د لاسرسي زیاتول، د کاري فرصتونه رامینځته کول او د عملي مهارتونو روزنه د دې بهیر کلیدي عناصر دي.

د طالبانو حکومت نږدې دوه میاشتې وړاندې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاق کچه نږدې صفر ته رسیدلې ده.

خو د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې شاوخوا شپږ اونۍ وړاندې خبرداری ورکړی و چې د اقلیم بدلون د افغانستان په کلیوالي سیمو کې اقتصادي فشارونه زیاتوي او افغان بزګران بیرته د کوکنارو کښت ته اړ باسي.