افغانستان او یمن له هغو پیسو بې برخې شوي چې امریکا د ملګرو ملتونو بشري مرستو ته ځانګړې کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال

یو امریکایی چارواکی وايي چې افغانستان د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د بشري مرستو څخه یو سینټ هم نه ترلاسه کوي.

امریکا د ملګرو ملتونو د بشري پروګرامونو د تمویل لپاره د دوه میلیارد ډالرو ژمنه کړې ده.
د بهرنیو مرستو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جرمي لیون او د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو مشر ټام فلیچر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې په دې اړه معلومات ورکړي.

ښاغلي لیون ټینګار کړی چې افغانستان او یمن به د امریکا له پیسو هېڅ شی ترلاسه نه کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو له مشر سره

هغه زیاته کړې واشنګټن شواهد لري چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو یوه برخه طالبانو ته رسېدلې او "ولسمشر ټرمپ به هیڅکله دا ونه زغمي چې ترهګرو ډلو ته د مالیه ورکوونکو یوه روپۍ هم په لاس ورشي."

طالب عسکر کابل کې

دا اقدام په داسې وخت کې کیږي چې د بشري عملیاتو لپاره د امریکا تمویل تر ډېره کم شوی دی.

دوه ملیارد ډالر د هغه مقدار یوه کوچنۍ برخه ده چې امریکا په دودیز ډول په مرستو مصرف کړې ده.

په ۲۰۲۲ کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لپاره د متحده ایالاتو ونډه شاوخوا ۱۷ ملیارد ډالر اټکل شوې وه.