د ګلوب ساکر جایزې؛ عثمان ډمبله د کال غوره فوټبالر او رونالډو د منځني ختیځ غوره لوبغاړی

عثمان ډمبله

عثمان ډمبله د ګلوب ساکر د ۲۰۲۵ کال د غوره فوټبالره جایزه وګټله.

د ګلوب ساکر د سپورتي جایزو مراسمو پرون په دوبۍ کې ترسره شول.

ډمبله د فرانسې د پاریسنټ جرمن ټیم غړی دی.

عثمان ډمبله چې سږ کال یې د طلا توپ یا بلون ډي اور هم ګټلی وتوانېد د نړۍ نور غوره فوټبالران لکه کیلیان ایمباپي، رافینها، ویټینها او لامین یامال شاته پریږدي.

کریسټیانو رونالډو بیا د منځني ختیځ د کال د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د منځني ختیځ غوره لوبغاړي جایزه کریستیانو رونالډو وګټله

رونالډو د سعودي عربستان په لیګ کې د النصر لپاره لوبیږي.

د بارسلونا مخکښ ځوان لوبغاړي لامین یامال هم له لاسته راوړنو ډکه شپه درلوده. هغه درې جایزې وګټلې: د لا لیګا د ۲۳ کلونو څخه کم عمره د کال غوره لوبغاړی، غوره فارورډ او د مارادونا جایزه.

د ټینس نامتو لوبغاړي نوواک جوکوویچ چې ۲۴ ځله د ټینس ګرانډ سلم اتلولي لري له کریستیانو رونالډو څخه په الهام د ګلوب ساکر لومړنۍ جایزه خپله کړه.

پاریس سینټ جرمن ټیم هم د کال د نارینه وو د ټیم لقب وګاټه.