د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار ویلي و، که د طالبانو حکومت د علماو هغه فتوا عملي کړي چې له افغانستانه بهر به خپلو اتباعو ته د پوځي اقداماتو اجازه نه ورکوي، د خبرو پر بیا پېل او اړیکو باندې به یې غور وکړي.
له تېرو څو ورځو راهیسې د اړیکو د بیرته رغولو په اړه ورته څرګندونې د دواړو لورو له خوا شوې دي.
سراج الدین حقاني د یکشنبې په ورځ د «ډسمبر په ۲۸مه» په کابل کې په یوه غونډه کې ویلي چې دا «جهتونه» دې د افغانستان د «ورانولو او ګډوډولو» پر ځای د دې هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.
نوموړي په هغه ویډیو کې چې د طالبانو د حکومت پلوه ټولنیزو رسنیو کاروونکو او ځینو خصوصي رسنیو پر ایکس پاڼو خپره کړې په کې ویلي، د هر هغه چا هڅې ستایي چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ د ستونزو د حل سبب کیږي.
“موږ ټولو جهوتونو او خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې افغانان د چا لپاره د زیان، د تهدیدونو او غلطو فکرونو اراده نه لري، موږ د هر هغو اړخو او جهتونو چې د افغانستان په اړه ښه ګومان او اراده لري،منندوی او ستاینه یې کوو لکه څنګه چې دا څو ورځې مخکې په پاکستان کې د علماوو یوه غونډه وشوه په دې ترڅ کې د افغانستان د خیر پر بنیاد څرګندونې وشوې، د دې موږ منندوی یو، دغه رنګه پرون چې د بهرنیو چارو وزیر یې اسحق دار د افغانستان په هکله د خیر څرګندونې وکړې،موږ وایو چې که د هېوادونو تر منځ د خیر څرګندونې او نېک تعاملات وي، ولسونه سره ګڼډل وي، موږ د ټولو هغو خلکو ستاینه کوو.”
ښاغلي حقاني ټینګار وکړ چې د ستونزو د جوړولو په صورت کې، افغانان د دفاع مشروع حق لري.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د روانې اونۍ د شنبې په ورځ «د ډسمبر په ۲۷مه» اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د هغې فتوا هرکلی کړی وه چې نږدې دوه اونۍ وړاندې د افغانستان دیني علماوو صادره او د افغانستان له خاورې بهر یې جګړه «ناروا» اعلان کړې وه.
د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو سلګونو دیني عالمان «د دسمبر په لسمه» په کابل کې راټول شوي وو او د یو پریکړه لیک په صادرولو یې پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، اعلان کړی و چې هیڅ افغان ته اجازه نشته چې د طالبانو د مشر ملا هبت الله د امر خلاف "له افغانستانه بهر په پوځي فعالیتونو کې برخه واخلي، او که څوک سرغړونه وکړي، نو د هغه تګ جایز نه دی."
دا فتوا تر هغه وروسته صادره شوه چې وړاندې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب ویلي وه چې د دوی او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم ګړو ترې غوښتنه کړې وه چې د پاکستان د جګړې ضد فتوا صادره کړي.
اسحق دار ټینګار کړی و چې که طالبان دا فتوا عملي کړي د دوی د حکومت چارواکي چمتو دي چې د دواړو خواوو تر منځ خبرې بیا وارزوي.
د چارو یوشمېر کتوونکي هم وایي چې دواړه هېوادونو د ستونزو او مخالفتونو د حل پرته بله لاره نه لري او په خبره یې دا کار باید دریمګړي هېوادونه یا اړخونه وکړي.
دغه کتوونکي اوسنۍ هڅې هم یوه نوي پړاو ته د دواړو اړخونو ننوتل بولي.
د سیاسي چارو پوه او پخواني افغان ديپلومات غوث جانباز ازادي راډیو ته وویل که څه هم د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د چارواکو وروستۍ څرګندونې د دوی د اړیکو نوی پړاو ښیي خو ټینګار کوي، تر هغه چې د دریمګړو هېوادونو په منځګړیتوب په دایمي ډول د دواړو هېوادونو ستونزې حل نه شي، دواړو خواوو ته تدریجي نښتې پای نه مومي.“کړکېچ،شخړه او تقابل د کابل او پاکستان ختم نه بلکې بله بڼه یې خپلې کړې،او د دې منازعې حل په اوسنیو شرایطو کې روښانه نه لیدل کېږي، کړکېچ باید یو منطقي حل ولري، که چېرې د پاکستان لخوا فشار زیاتېږي دا وضعیت نور هم کړکېچنوي، دا به ښه وي چې نور هېوادونه یې منځګړیتوب وکړي، خو ستونزه دا ده چې تر اوسه د پاکستان اجنډا هېڅ روښانه نه ده.”
د طالبانو او پاکستان د حکومتونو تر منځ وروسته له هغه وروسته اړیکې په بې ساري ډول ترینګلې شوې چې پاکستان د روان کال په اکټوبر میاشت کې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هوایي بمبارۍ وکړې او په دې بمباریو کې عامو افغانانو ته مرګ ژوبلې واوښتې.
تر هغه وروسته؛ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د د دواړو خواوو د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تاوتریخوالي او نښتو زور واخیست چې وخت ناوخت یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې هم کوي.
اسلام اباد تل ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړو ته ځای ورکړی او دوی له دې هېواده پر پاکستان حملې پلانوي، خو افغان طالبانو په وار وار دا ادعا رد کړې او د پاکستان ناامني یې "د هغه هیواد کورنۍ مسله" بللې ده.
د دې ستونزو د حل لپاره په دوحه، استانبول او ریاض کې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ څو پړاوه خبرې اترې هم وشوې، خو کومه مشخصه پایله یې ورنه کړه.