د افغانستان او تاجکستان شاوخوا ۱۳۵۷ کیلومتره ګډه پوله ، په تېرو اونیو او میاشتو کې د نا امنۍ د څو پېښو شاهده وه چې د طالب چارواکو غبرګونونه او د تاجکستان د امنیتي بنسټونو اندېښنې یې راپارولي دي.
د دغو پېښو تر رامنځته کېدو وروسته، د طالبانو حکومت ویلي، ځینې کړۍ هڅه کوي د ناامنۍ په رامنځته کولو سره د کابل او دوشنبې ترمنځ اړیکې خړې پړې کړي.
طالب چارواکو ټینګار کړی چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد استفاده وشي.
خو د نړیوالو اړیکو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې د دې ډول پېښو دوام ښايي د طالبانو بهرنۍ تګلاره، په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره اړیکې، له جدي ننګونو سره مخ کړي.
له ډلې یې عزیز اریانفر ازادي راډيو ته وویل که دغه ډول پېښې دوام مومي نو تاجیکستان چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي دی ښايي پر ضد یې امنیتي او استخباراتي اقدامات وکړي.
" که دغه ډول پېښې دوام پیدا کوي دا احتمال شته چې نه یوازې تاجیکستان، بلکې دا هیواد چې د ګډ امنیتي تړون سازمان غړی دی، هغوی کولای شي ووايي، طالبان په داسې یو وضعیت کې نه دي چې د ترهګرو ډلو مخه ونیسي، موږ ناچاره یو چې په افغانستان کې دننه د یو شمیر ترهګرویزو سرچینو د لمنځه وړلو لپاره یو لړ استخباراتي او اطلاعاتي اقدامات ترسره کړو، نو طبعا چې دا کولای شي اړیکې ستونزمنې کړي او خپلې پایلې هم لري. "
د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي بیا وايي:" دا حملې د هغه ډلو له لوري کیږي چې له وړاندې د تاجیکستان د حکومت مخالفان دي، او یو شمیر دوی له کلونو راهیسي په افغانستان کې دي، ښايي چې مخکې له طالبانو سره همکارې وې، خو طالبانو لګه ټي ټي پي د پاکستان په برخه کې، له دوی هم غوښتي چې نور به د تاجیکستان حکومت په ضد عملیات نه کوي خو دوی سم د کنترول وړ نه دي. "
په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي چې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې د وروستیو پېښو په اړه جدي څېړنې پیل شوې دي.
نوموړي شنبه د دیسمبر ۲۷ په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې په دې اړه یې د تاجکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړې دي او د دې ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره به له دې شمالي ګاونډي هېواد سره په ګډه کار وکړي.
متقي دغه شان وویل چې د ده په باور ځینې کړۍ هڅه کوي چې وضعیت بې ثباته وښيي او د دواړو حکومتونو ترمنځ اړیکو ته زیان ورسوي.
د روانې دسمبر میاشتې په ۲۴مه، د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې د نامعلومو وسله والو او تاجکستاني ځواکونو ترمنځ په نښته کې لږ ترلږه دوه تاجک افسران او درې برید کوونکي ووژل شول.
له دې پېښې وروسته د تاجکستان سرحدي ځواکونو د طالبانو حکومت د دواړو هیوادونو د پولې په اوږدو کې د ثبات او امنیت د ټینګښت او افراطي ډلو پر ضد د مبارزې په برخه کې د نړیوالو ژمنو په نه عملي کېدو تورن کړ.
له دې مخکې د تیرې نومبر میاشتې په ۲۶ مه او ۳۰ مه د تاجیکستان په شمس الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې دبریدونو په نتیجه کې ۵ چینايي کارګران ووژل شول.
که څه هم تاجکستان ویلي چې دغه بریدونه د افغانستان له خاورې شوي خو تراوسه د حملو مسولیت هیڅ وسله والې ډلې نه دی منلی.
داسې مهال چې طالبانو له پېښې سره د تړاو په تور د دوه کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.
که څه هم په وروستیو میاشتو کې تاجکستان او د طالبانو حکومت د اقتصادي همکاریو د پراختیا هڅې کوي خو په تېرو څو کلونو کې تاجکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو او د نشهيي توکو د تولید او قاچاق په اړه اندېښنه ښودلې ده.
تاجکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم له طالبانو سره اړیکې لري؛ او د تاجکستان په خاروغ ښار کې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته سپارل شوې ده، خو په دوشنبه کې د افغانستان سفارت لا هم د تېر جمهوري حکومت د استازي او سفیر ظاهر اغبر له لوري اداره کیږي.