په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورټ چټک بهیر سر هم مهاله، د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې افغان پانګوال او دوکانداران وايي د مارکیټونو د خاوندانو له خوا ورته د دوکانونو د پرېښودو خبرداری ورکول شوی دی.
په دې کې د کارخانو مارکیټونو هم شامل دي چې د دوکاندارانو په خبره یې له نیمايي زیات پانګوالو او کاروباریان یې افغانان دي.
دوی زیاتوي، نه یواځې د دوکانونو د سرقلفي په نوم اخیستل شوې پیسې بېرته نه ورکول کیږي بلکې د میلیونونو روپیو سوداګریز مالونه یې هم په ځای پراته دي او په تاوان یې هم څوک نه اخلی:
له دې ډلې د کارخانو په پیرانو مارکیټ کې دوکاندار پرویز یکشنبه د دسمبر په ۲۸ مه ازادي راډيو ته وویل:
زه د قالینو دوکان لرم، دلته موږ د کروړونو روپیو پانګونه کړې، د دوکانونو سرقلفي مو ورکړې ده، خو حکومت غواړي چې موږ دوکانونه پرېږدو او دا کاروبارونه ختم کړویو افغان دوکاندار
هغه زیاته کړه:
«داسې خو نه کیږي، ځکه زموږ د دوکانونو د سرقلفي پیسې څنګه کیږي؟ زموږ دا مالونه څنګه کیږي؟ اوس خو دا نه پلورل کیږي، نو پکار داده چې یو څه وخت ورکول شي افغانانو ته چې دوی خپل دا کاروبارونه راټول کړي او په کرار کرار له دې ځایونو ووځي.»
دوی وايي، د مارکیټونو د خاوندانو له خوا دا خبرداری په شفاهي ډول ورکړل شوی او په لیکلي بڼه ورته څه نه دي سپارل شوي چې دقیقه نېټه ورکې ښودل شوې وي، خو ورته ویل شوي چې دا کار دوی د پاکستان د حکومت په سپارښتنه کوي.
په همدې حال کې په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو سرتاسري شورا وايي نه یواځې د کارخانو په مارکیټونو کې بلکې د پېښور په نمک منډيي، اندر شیر، صدر بازار او نورو سیمو کې هم افغان کاروباریان له ورته ستونزو سره مخ دي.
چمن سره د افغان کډوالو بار ګاډي
د دې شورا مسئول بریالي میاخیل هم په یادې نېټه او ورځ ازادي راډيو ته وویل:
«نمک منډي ته تللي دي، له هغه ځایه یې خلک نیولي ډیپورټ کړي یې دي، اندرشیر هم همدا حال دی، دوی باید یوه کړنلاره جوړه کړې وای، او د هغه کړنلارې له مخې یې دا کیسه روانه کړې وای، هیڅ ډول پالیسي نشته د افغانانو لپاره، او بد وضعیت شروع دی، اوس د کارخانو مارکیټونو کې د افغانانو کاروبار د کروړونو روپیو دی، خلکو په دوکانونو سرقلفي ورکړې ده، خو دا د دوی مسله نه ده بس دا د افغان کډوالو مسله ده چې هر څنګه کیږي دوی یې په کیسه کې نه دي.»
نوموړي دا هم وویل چې د دې ترڅنګ د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د افغان کډوالو په کمپونو کې هم له تېرو نږدې دوه میاشتو راهیسي د بریښنا او اوبو په ګډون ټولې اسانتیاوې پرې شوي او په کمپونو کې میشت افغان کډوال اوس له دې سیمو نه بغیر له وتلو بله لاره نه لري.
تازه بیا یو شمېر پاکستاني رسنیو له ډلې "ایکسپریس تربیون" د دسمبر په ۲۷مه خبر ورکړی چې د پاکستان د حکومت د لارښونونو سره سم د افغان کډوالو د کمپونو د خالي کولو وروستۍ نېټه د ډیسمبر ۳۰ مه ټاکل شوې ده.
په خبر کې راغلي چې په سوابۍ کې ځايی چارواکو د افغان کډوالو د دوو کمپونو اوسېدونکو ته ویلي، چې باید تر یادې نیټې کمپونه تش او ووځي او د دسمبر په ۳۱ دوی دا کمپونه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې ویجاړوي.
د خیبرپښتونخوا د مردان په جلاله کمپ کې میشت یو افغان کډوال میرزامحمد یکشنبه د دسمبر ۲۸ مه ازادي راډيو ته وویل چې په دې کمپ کې له سلګونه کورنیو اوس لسګونه هغه هم له ډېر مجبوریته پاتې دي.
نوموړي وویل:
«له دې کمپه خو ټول خلک تللي دي، ډېر کم خلک پاتې دي، او چې پاتې دي هغه هم له ډېر مجبوریته، عموما د کابل خلک یو څه پاتې دي، د نورو ولایتونو لاړل، ځینې خلک ناروغان دي، ځینو سره کرایه نشته او ځینې نور د یخنۍ له امله نه شي تللی چې هلته ځای نه لري، نو موږ هیله داده چې دغه ژمی وخت موږ ته راکړل شي په پسرلي موږ خپله ځو.»
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ په بې سارې ډول تېزه شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ( یو، این، ایچ، سی، ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای، او، ایم ) جمعه د ډیسمبر ۲۶ مه په ګډ راپور کې ویلي وو چې د روانې میاشتې له ۱۴ مې تر ۲۰ مې ۴ زره ۴۲۲ افغانان نیول شوي او دا شمېر د تېر اونۍ په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې په نیول شویو کې د «پي. او. ار» کارت لرونکي، د «اې. سي.سي» کارت لرونکي او همدارنګه بې اسناده کسان شامل دي.
( یو، این، ایچ، سی، ار) د ډیسمبر په ۲۴ مه هم په یو خپور کړی راپور کې ویلي وو چې د روان میلادي کال په ترڅ کې افغانستان هېواد ته له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو شمېر له یو میلیونو کسانو اوښتی دی.
دغه کمشنرۍ ویلي چې افغانان په پاکستان کې له نامناسب خوندي چاپېریال سره مخ دي، چې پکې نیول، جبري اېستل، د اسنادو ضبط، او باج اخیستنه شامله ده. همدارنګه د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د کورونو تشول د پراخې بېکورۍ لامل شوي، او په ځانګړي ډول د کورنیو ښځينه سرپرستانې ډېرې زیانمنې دي، د راپور په ټکو ان ځینو کورنیو په پارکونو او جوماتونو کې پناه اخیستې ده.