امیرخان متقي :د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې د وروستیو پیښو په اړه جدي تحقیقات پیل شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې په تاجیکستان کې د وروستیو پیښو په اړه جدي تحقیقات پیل شوي او په دې هکله یې د ګاونډي هیواد بهرنیو چارو وزیر سره خبرې کړي دي.

امیرخان متقي دشنبې په ورځ په افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۶ کالیزې په مناسبت په کابل کې غونډې ته وویل چې ددغه ډول پیښو د مخنیوي لپاره له ګاونډي هیواد سره ګډ کار روان دی.

هغه پرته له نور تفصیل وویل چې اندیښنه داده چې په وینا یې "مغرضي کړی" غواړي ددواړو هیوادونو ترمینځ اړیکي خرابې کړي او داسې یوه فضا را مینځ ته کړې چې وضعیت نا آرامه وښيي.

د دیسمبر په ۲۴ مه د افغانستان او تاجیکستان د پولو په اوږدو کې د تاجیکستان په خاوره کې د وسله والو بریدګرو او تاجیکي ځواکونو ترمینځ نښته کې لږ ترلږه دوه تاجیکي افسران او درې واړه برید ګر ووژل شول.

لدې مخکې د تیرې نومبر میاشتې په ۲۶ مه او ۳۰ مه د تاجیکستان په شمس الدین شاهین او درواز ولسوالیو کې دبریدونو په نتیجه کې ۵ چینايي کاریګر ووژل شول.

دوشنبې وویل چې دغه بریدونه دافغانستان له خاورې شوي دي.