دغې ادارې په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ، د دسمبر ۲۴ مه خپور کړی، ویلي چې په دې کسانو کې د «پي. او. ار» کارت لرونکي، د «اې. سي.سي» کارت لرونکي او همدارنګه بې اسناده کسان شامل دي.
په راپور کې راغلي چې دا مهال شاوخوا دوه میلیونه افغانان په پاکستان کې مېشت دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې د نومبر په میاشت کې له یو لک او ۷۱ زرو ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې ۳۸ زره تنه یې د چمن، تورخم او بهرامچې له لارو اېستل شوي دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په دې راپور کې ویلي چې افغانان په پاکستان کې له نامناسب خوندي چاپېریال سره مخ دي، چې پکې نیول، جبري اېستل، د اسنادو ضبط، او باج اخیستنه شامله ده. همدارنګه د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله د کورونو تشول د پراخې بېکورۍ لامل شوي، او په ځانګړي ډول د کورنیو ښځينه سرپرستانې ډېرې زیانمنې دي، د راپور په ټکو ان ځینو کورنیو په پارکونو او جوماتونو کې پناه اخیستې ده.
په همدې حال کې، په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په دغه هېواد کې د افغانانو د ویزو د تمدید د بهیر د درولو له امله، د دوی نیول او افغانستان ته شړل زیات شوي.
په اسلاماباد کې مېشت یو افغان، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل:"په دې وروستیو کې افغان کډوال له ډېرو جدي ستونزو سره مخ دي، هره ورځ پولیس هغو سیمو ته ورځي چې افغانان پکې ژوند کوي، کورونه تلاشي کوي، هر څوک چې ویزه ونه لري نیسي یې. ښایي نږدې نوي سلنه افغانان چې په پاکستان کې دي ویزه ونه لري، ځکه شاوخوا پنځه میاشتې کېږي چې د پاکستان حکومت د ویزو د تمدید بهیر درولی دی. دا وضعیت لامل شوی چې پولیس هره ورځ خلک ونیسي، د ساتنې ځایونو ته یې یوسي او له هغه ځایه یې افغانستان ته وشړي."
یو شمېر افغان کډوالو مخکې هم ویلي وو چې نږدې شپږ میاشتې کېږي په پاکستان کې د کډوالو د استوګنې د ویزو د تمدید بهیر درېدلی، چې له امله یې ان هغه کسان چې مخکې یې قانوني اسناد هم لرل، اوس ناقانونه کډوال بلل کېږي او د نیولو او اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د «اج نیوز» د راپور له مخې، د دغه هېواد صدراعظم شهباز شریف د اکتوبر په میاشت کې په یوې لویې امنیتي غونډه کې ویلي وو چې یوازې هغه افغان اتباع چې د پاکستان معتبره ویزه لري، اجازه به ولري چې په دغه هېواد کې پاتې شي.
په همدې حال کې، یو شمېر افغانان چې له پاکستانه افغانستان ته شړل شوي، وایي چې ورسره ناوړه چلند شوی دی.
له دوی څخه یو تن چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل:"موږ افغانستان ته ډیپورټ شوو، له بده مرغه په دې وروستیو کې د ویزو تمدید په بشپړه توګه بند شوی او د شړلو لړۍ هم روانه ده. کور په کور تلاشي کې د خلکو هېڅ حالت ته پام نه کېږي، که ناروغ وي، ماشوم یا شیدې خوړونکی ولري، یا سپین ږیری وي، هېڅ معیار ورته نشته. له افغانانو سره داسې چلند کېږي لکه مجرمان چې وي، او په داسې ډول یې له ځان سره وړي چې د انساني کرامت خلاف دی."
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې دغه شان ویلي چې زدهکړو او روغتیايي خدمتونو ته د کډوالو لاس رسی محدود دی، او افغانان له شدیدو معیشتي محدودیتونو سره هم مخ دي چې اندېښنې یې رامنځته کړي او رواني روغتیا او ملاتړ ته یې اړتیا ډیره کړې ده.
راپور کې دا هم راغلي چې د ماشومانو د ساتنې او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په برخه کې خطر هم مخ په زیاتېدو دی.
د راپور پر ټکو دوی په ټول پاکستان کې د خپلو کارکوونکو لپاره له ۱۰۰ څخه ډېر روزنیز پروګرامونه جوړ کړي، تر څو کډوالې ښځې، نجونې او ماشومان د تاوتریخوالي، ناوړه ګټې اخیستنې او جنسي ځورونې څخه خوندي کړي.
داسې مهال چې ډېری افغان کډوال په پاکستان کې خپل د کډوالۍ د کیسونو له ځنډ څخه شکایت لري، د «یو، اېن، اېچ، سي، ار» د راپور له مخې، د نومبر په میاشت کې یوازې ۲۹ کډوال، کډوال منونکو هېوادونو ته د بیا مېشتېدو لپاره معرفي شوي دي، او په ۲۰۲۵ کال کې ټول ۱،۵۱۱ افغانان له پاکستانه دغو هېوادونو ته لېږل شوي دي.
افغان خبریالان، د بشري حقونو فعالان، د تېر جمهوري نظام کارکوونکي او پخواني امنیتي ځواکونه، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته په تېرو څلورو کلونو کې خپلو د کډوالۍ د کیسونو د پرمخ وړلو لپاره پاکستان ته تللي، وایي چې ویزې یې نه دي تمدید شوې او د نیولو او شړلو له جدي ګواښ سره مخ دي.