پاکستان کې د شرابو د جوړولو فابریکې دصادراتو جواز ترلاسه کړ.
پاکستان کې د شرابو د جوړولو فابریکې دصادراتو جواز ترلاسه کړ
Your browser doesn’t support HTML5
پاکستان کې دشرابو د جوړولو ترټولو پخوانۍ اولویې فابریکې تازه د خپلو تولیداتو د صادرولو جواز ترلاسه کړی دی.
د "مري بریوري" په نامه دغه کارخانه په ۱۸۶۰ کال تاسیس شوې .
په تیر مالي کال کې ددغې فابریکې عایدات څه دپاسه سل ملیون ډالرو ته ورسیدل چې نیمه برخه یې د الکولي مشروباتو او نیمه نوره یې د غیرالکولي شربتونو او دبوتلونو له خرڅلاو څخه وو .
دغه اندازه عاید ځکه د پام وړ دي چې پاکستان کې مسلمانانو ته د شرابو خرڅلاو منع دی اویواځي نهه په سلو کې مذهبي اقلیت او بهرنیانو ته په څو ټاکل شویو پلورنځایونو او مجللو هوټلونو کې پلورل کیږي.