د اوکراین ولسمشر د سولې مسوده افشا کړه

۲۰۲۵-د ډسمبر ۲۳-کییف- د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سولې د مسودې په اړه معلومات ورکوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د امریکا په منځګړیتوب د سولې د تړون وروستۍ مسوده افشا کړه. واشنګتن دا مسوده له خپلو شریکانو سره تر خبرو وروسته د دې لپاره چمتو کړې ده چې په اوکراین کې جګړه پای ته ورسیږي او سوله ټینګه شي.

د ډسمبر په درویشتمه د اوکراین ولسمشر له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د سولې د هغه شل مادو پلان شریک کړ چې په وروستیو اونیو کې د امریکا، اوکراین او اروپایي هیوادونو د مرکچیانو له لورې وړاندې شوې ده.

د دې مسودې هدف د اوکراین د نژدې څلور کلنې جګړې ختمیدل او پر دغه هیواد د روسیې د تیري پای ته رسیدل یاد شوې دي.

دا مسوده د روسیې او اوکراین ترمنځ د بشپړ او غیرمشروط یرغل پای ته رسیدل په ګوته کوي، خو په دې کې د ختیځ اوکراین پر سیمه د واکمنۍ او د زابروژیا د اټومي بریښنا پر فابریکې د واکمنۍ په څیر پر پیچلو موضوعاتو بشپړه موافقه نه ده شوې.

کرملین وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د مسودې په اړه معلومات ورکړل شوې دي او مسکو اوس خپل ځواب چمتو کوي.

بل لور ته د اوکراین ولسمشر وایي، دا د جګړې د پای ته رسولو لپاره د کییف، واشنګتن، اروپا او مسکو ترمنځ یو سیاسي سند دی. زیلینسکي زیاته کړه چې هیواد یې له متحد ایالتونو سره د چارواکو په کچه د حساسو مسایلو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی او د سیمو په څیر موضوعاتو باندې باید د مشرانو په سطحه بحث وشي.

په مسوده کې د دې په ګډون چې اوکراین کولی شي چې اته لکه سرتیرې وساتي یو شمیر نور پياوړي امنیتي تضمیونه په پام کې نیول شوې دي.

په مسوده کې راغلې دي چې متحده ایالات، ناټو او اروپایي ټولنه دې اوکراین ته امنیتي تضمیونه چمتو کړي او داسې تضمین دې ورکړي لکه د ناټو یوه غړي هیواد ته چې ورکړل شوی دی.

د ناټو تړون د پنځمې مادې له مخې که چیرته یو ځواک د ناټو پر یوه غړي هیواد برید کوي دا د ناټو پر ټولو غړیو د برید معنا لري.

د تړون له مخې به واشنګتن او کییف د امنیت او بیارغونې په برخو کې دوه اړخیز تړونونه کوي او د دې مخه به نه نیول کیږي چې اوکراین له اروپایي ټولنې سره یوځای شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستیو کې ویلي دي چې اوکراین باید په خپل ختیځ کې د دنباس پنځه زره کیلومتره مربع سیمه پریږدي او کیف باید په رسمي ډول دا څرګنده کړي چې له ناټو سره به نه یوځای کیږي.

د اوکراین ولسمشر وویل، د سولې په مسوده کې راغلې دي چې یوه کاري ډله به د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ځواکونو د ځای پرځای کولو او همداراز د احتمالي ځانګړيو اقتصادي زونونو پر تشخیص کار کوي.

د ناټو یوه دیپلومات وویل چې د امنیت تضمین او د مځکو مساله اصلي ټکي دي. د ناټو دغهَ دیپلومات چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل چې دا هم مهمه ده چې اوکراین دا مسوده تصویب کړي، ځکه چې د کییف له موافقې پرته به اروپایان د دې موسودې ملاتړ ونه کړي.

زیلینسکي وویل چې د تماس کرښې د کنټرول لپاره به داسې میکانیزم جوړ شي چې بې پیلوټه الوتکې څار پرې وکړي او د سرغړونو په اړه ژر خبرتیا ورکړي.

د اوکراین ولسمشر زیاته کړه چې مهم ټکی د زاپروژیا اټومي بریښنا د فابریکې برخلیک دی د مسودې له مخې به دا فابریکه د اوکراین، متحده ایالتو او روسیې له لورې په ګډه اداره کیږي.

د اوکراین ولسمشر بیا وویل چې د سولې دا تړون به پارلمان ته وسپاري، د هغو له موافقې وروسته به یې ټولپوښتنې ته وړاندې کړي.