د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنیري(UNHCR) وايي چې په کندهار، کونړ او دایکندي ولایتونو کې به درې روغتیایي مرکزونه جوړ کړي.
د ملګرو ملتونو دغې بنسټ پرون سه شنبې پر خپله ایکس پاڼه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا پروژه به د درې میلیونو ډالرو په لګښت په دوه کلونو کې بشپړه شي.
د UNHCR په خبره، د دې پروژې لګښت د افغانستان د بشرپالنې صندوق له بودجې څخه تمویلیږي.
د اعلامیې له مخې، د کونړ روغتیايي مرکز به شاوخوا ۱۵۰ زرو، د کندهار به ۴۵ زرو او د دایکندي روغتیايي مرکز به ۲۴۰ زرو کسانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو وړتیا ولري.
د ملګرو ملتونو د دغې بنسټ په خبره، د دغه روغتیايي مرکزونو له ډیرو خدمتونو به راستانه شوي کډوال ګټه پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې په میلیونو افغان کډوال له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه کړای شوي دي.