د لیبیا لوی درستیز په ترکیه کې د الوتکی د لوېدو په پېښه کې وژل شوی دی

د لیبیا لوی درستیز له یو شمیر نورو لوړو پوړو پوځي چارواکو سره

د لیبیا لوی درستیز محمد علي احمد الحداد او د دې هېواد څلور نور لوړپوړي پوځي چارواکي د سه‌شنبې په ماښام له انقرې څخه د یوې الوتنې له پورته کېدو لږ شیبه وروسته د سوداګریزې جټ الوتکې د لوېدو له امله وژل شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا په خبره، د الوتکې پاتې شوني د ترکیې د امنیتي ځواکونو له ‌خوا انقرې ته نږدې د هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

په دې پېښه کې د الوتنې درې تنه عمله هم وژل شوې ده.

د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید دبیبه دا موضوع پر خپله فېسبوک پاڼه تایید کړې.

محمد الحداد تر پېښې مخکې د سه‌شنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د دفاع له وزیر یاشار ګولر او د خپل ترکي سیال سلجوق بایراکتاراوغلو سره لیدنه کړې وه او طرابلس ته د ستنېدو په حال کې و.

تراوسه د الوتکې د رالویدو علت روښانه نه دی او ترکیې ویلي چې د پېښې په اړه به څېړنه کوي.

محمد الحداد ۲۰۲۰ کال د اګست راهیسې د لیبیا د لوی درستیز په توګه فعالیت کاوه.