د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت وایي چې د سالنګ لار پرون ماښام د مسافر وړونکو موټر په مخ خلاصه شوه.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، سالنګونو کې لا هم د واورو د پاکوالي هڅې روانې دي څو لار د ترانسپورتي موټرو تګ ته هم چمتو شي.
سالنګ لاره پرون یکشنبه سهار مهال د واورو او توپان له کبله د هر ډول تګ راتګ په مخ بنده شوه.
سالنګ یوه مهمه ترانسپورتي لاره ده چې کابل له پنځلسو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو سره نښلوي.
دغه غرنۍ او له پیچومو ډکه لار د ژمي پر مهال ډېره زیانګالې ده او وخت نا وخت د ترافیکو په مخ بندېږي.