جهانزبورګ کې خونړی وسله وال برید، لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي

ارشیف

د جنوبي افریقا په تر ټولو لوی ښار جهانزبورګ کې وسله والو لږ تر لږه ۹ تنه وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې وسله وال نن یکشنبه( د لیندۍ ۳۰مه) سهار وختي د جهانزبورګ په جنوب لویدیځ کې یوه بار ته ننوتلي او ډزې یې کړي.

پولیسو ویلي چې یوه بریدګر کلاشینکوف درلود او له پاته نورو سره تفنګچې وې.

بریدګرو تر برید وروسته له وژل شویو او ټپيانو څخه د مبایلونو او پیسو په ګډون قیمتي شیان غلا کړي دي.

د ډزو ورته پيښه د دسمبر په ۶مه هم شوې وه چې لسګونه کسان په کې وژل او ټپيان شوي وو.

په جنوبي افریقا کې د جرمونو کچه لوړه ده او دا ډول پیښې د تنظیم شویو شبکو او ډلو له خوا کیږي.