د تعلیمي کال وروستۍ ورځ کې د نجونو نیمګړې هیلې

نن د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال رسمي وروستۍ ورځ ده، خو د شپږم ټولګيو یو شمېر زده کوونکې نجونې وايي چې سږنی ژمی به وروستی ژمی وي چې پر دوی به د "ښوونځي زده کوونکې" نوم وي.دوی ځکه اندیښمنې او خپه دي چې د طالبانو دمحدودیتونو له امله له شپږم ټولګي وروسته د زده کړو له دوامه محرومې دي.

د ۱۴۰۴ کال د تعلیمي کال رسمي پای او د افغانستان په سړو سیمو کې د ژمنیو رخصتیو په پیل سره، د شپږم ټولګيو یو شمیر نجونې زده کوونکې وايي چې دا ژمی به وروستی ژمی وي چې پر دوی به د "ښوونځي زده کوونکې" نوم وي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې دوی دا پای په خوښۍ نه، بلکې ژور غم او اندیښنې سره تجربه کوي، ځکه دوی ته د طالبانو د بندیزونو له امله اجازه نه ورکول کیږي چې له شپږم ټولګي پورته خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

د فاریاب ولایت د شپږم ټولګي زده کوونکې، ۱۲ کلنې ستایش په ژړغوني غږ وویل:

ما نه غوښتل چې سږ کال فارغه شم، غواړم چې سږ کال ناکامه پاتې شم او راتلونکي کال کې هم درس ووایم،

ډېره خفه یم چې نه شم کولای خپل ښوونځي ته دوام ورکړم، دا څلور کاله چې طالبان راغلي، یوازینۍ هیله مې ښوونځ و، او غوښتل مې چې راتلونکی کال ښوونځي ته دوام ورکړم، خو نه یې شم کولای، خپه یم.”

زینب یوه بله نجلۍ چې په دې وروستیو کې یې د شپږم ټولګي ازموینه تېره کړې، وايي چې په تیرو کلونو کې هر کله د ژمي درې میاشتنۍ رخصتۍ ته خوشحالېده خو سږ کال دا رخصتۍ ورته بله معنا لري.

دې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

“غواړم چې زده کړو ته مې دوام ورکړم خو د اووم ټولګیو لپاره ښوونځي بند دي،ډېره لېواتیا لرم چې راتلونکې کې ډاکتره شم خو دولت اجازه نه ورکوي، چې کله فکر کوم چې راتلونکی کال ښوونځي ته تللی نه شم، ډېره خفه کېږم، لطفا زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزئ.”

ډېره لېواتیا لرم چې راتلونکې کې ډاکتره شم خو دولت اجازه نه ورکوي

نن یکشنبه «د قوس میاشتې ۳۰مه» د افغانستان په سړو سیمو کې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال رسمي وروستۍ ورځ ده.

که څه هم په دولتي ښوونځیو کې له څلورم تر دولسم ټولګیو پورې کلنۍ ازموینې د قوس په ۱۵مه پای ته ورسیدې او زده کونکي تر هماغې نیټې پورې ډېری ښوونځیو ته تلل، خو د تعلیمي نظام د کارکوونکو په خبره، ښوونکي او یو شمېر نور تعلیمي کارکوونکي تر ننه په ښوونځیو کې دي او سر له سبا یې ژمنۍ رخصتۍ پیلېږي.

له دې سره په یو شمیر خصوصي ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې ځینې وختونه د قوس تر پایه دوام کوي.

د افغانستان په سړو ولایتونو کې د ژمي رخصتۍ په دریو میاشتو؛ جدي دلو او حوت کې وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د تعلیمي کال د پای په مناسبت د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ د «دسمبر په ۲۰مه» په خپله ایکس پاڼه هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره به د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو لپاره پرانیستل شي ترڅو د په ټکو یې، د هیواد نجونې وکولای شي په خپلو پښو ودریږي او ورته د هیواد د خدمت کولو فرصت برابر کړي.

طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته،له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې منع کړې؛ هغه پریکړه چې په مستقیم ډول یې د ملیونونو افغان نجونو ژوند اغیزمن کړی دی.

که څه هم د طالبانو په حکومت کې د دې مسلې په اړه تل د اختلافي نظرونړ اړوند راپورونه ورکړل شوي، خو دا اختلافي نظرونه یې لا په پالیسۍ کې عملي بدلون نه دی راوستی.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ هم د «قوس په ۴مه» ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو په حکومت کې اختلافات شته.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونه خوندي شوي او د نجونو زده کړې د افغانستان داخلي مسله بولي، خو د دوی دا کړنې د مختلفو هیوادونو او ملي او نړیوالو سازمانونو لخوا په کلکه غندل شوي دي، او دغو سازمانونو تل د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) او د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) د اکتوبر په ۸مه په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړ چې د نجونو لپاره د ثانوي زده کړو په اړه د طالبانو بندیز له ۲.۲ ملیونه ډیرې نجونې ښوونځي ته له تګه محرومې کړې دي.

دې سازمانونو زیاته کړې چې که دا بندیز دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به څلور ملیونه نورې نجونې هم له زده کړو محرومې شي، چې په بالقوه توګه به د ۲۰۶۶ کال پورې د افغانستان لپاره شاوخوا ۹.۶ ملیارد ډالرو اقتصادي زیان لامل شي.