د امریکا کانګرس د چهارشنبې په ورځ پر سوریې هغه بندیزونه په دایمي بڼه لغو کړل چې د پرزول شوي ولسمشر بشارلاسد د واکمنۍ پر مهال پرې لګول شوي وو.
له دې سره د فرانس پریس په خبره جنګ ځپلې سوریه کې د پانګونې زمینه برابره شوه.
تر دې وړاندې دوه ځله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه دغه بندیزونه ځنډولي وو.
سعودي او ترکیه د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع، چې پخوانی جهادي دی، سیمه ییز ملاتړي دي.
خپله الشرع هم تر دې وړاندې پر سوریې د بندیزونو د دایمي لرې کولو غوښتنه کړې وه.