د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکټور د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

د قرغزستان پلاوی د کابل په هوایي ډګر کې، انځور له ټولنیزو پاڼو

د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړونونه پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان- قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې لاسلیک شول.

دا کانفرانس د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ جوړ شوی و.

د افغانستان کورنیو رسنیو ویلي چې پرون په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانستل شوه.

که څه هم له روسیې پرته بل ېوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د قرغیزستان په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونه له طالبانو سره تعامل او سوداګریز اړیکي پالي.