متقي: افغانستان له سخت وضعیته وتلی او نور باید د یوې ( مسئلې ) په سترګه ورته ونه کتل شي

ارشیف، متقي د ازبکستان له یوه پلاوي سره

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې افغانستان دا مهال له سخت وضعیت څخه وتلی او باید د «مسئلې» په توګه ورته ونه کتل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې پر بنسټ، امیرخان متقي دا خبرې د چهارشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۷مه په کابل کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو له رئیس او د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي محمدرضا بهرامي سره په لیدنه کې، په تهران کې د ځانګړو استازو د وروستۍ ناستې په اړه د معلوماتو تر اورېدو وروسته، د خپل رسمي دریځ په توګه څرګندې کړې دي.

امیرخان متقي زیاته کړې چې د دوی د حکومت بهرنۍ تګلاره د خپلو اساسي اصولو په چوکاټ کې سیمه‌ییزو هېوادونو سره له فعالو او په همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې محمدرضا بهرامي ویلي، ایران غواړي چې د طالبانو حکومت د سیمه‌ییزو همکاریو د یوه غړي په توګه رول ولري او همدارنګه یې تهران ته د رسمي سفر په خاطر د ایران د بهرنیو چارو د وزیر رسمي بلنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر ته رسولې ده.

د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو او روسیې ناسته» د یکشنبې په ورځ د دسمبر په ۱۴مه په تهران کې ترسره شوه.

د دې ناستې د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي چې ګډون کوونکو هېوادونو پر سیمه‌ییزې همغږۍ او د ستونزو او شته ننګونو د حل لپاره د سیمې پر مرکزي رول ټینګار کړی، چې پکې د افغانستان اړوند ځینې مسایل هم شامل دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه د ترهګرۍ ګواښ د سیمې له جدي ننګونو څخه دی، او ټینګار یې کړی چې د طالبانو حکومت باید د ترهګرو ډلو د بشپړې او بې‌توپیره پاکولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د ډیورند پر کرښه د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د څه باندې دوه میاشتې مخکې تاوتریخوالي وروسته، د دواړو حکومتونو د پلاوو ترمنځ د ستونزو د حل او د پاکستان د هغو ادعاوو په اړه څو ځلي خبرې وشوې چې وایي د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه په افغانستان کې روان دي، خو دواړه لوري کومې پایلې ته ونه رسېدل او طالبانو دا ادعاوې رد کړې.

د طالبانو حکومت د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو او روسیې په ناسته» کې ګډون ونه کړ، خو ځینې سیاسي شنونکي وایي ځینو هېوادونو ښايي غوښتل چې په دې ناسته کې طالبان د هغه څه له امله مسؤل وښيي چې «د ترهګرو ډلو نه کنټرول» بلل کېږي.

سیاسي شنونکي طارق فرهادي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو غبرګون دا دی چې افغانستان ته باید د ستونزې په توګه ونه کتل شي او ګاونډیو هېوادونو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړتیا ټینګار کړی دی:«وروستۍ غونډه په ایران کې جوړه شوې وه او امکان یې درلود چې ایران او پاکستان په هغې کې افغانستان ته ووایي چې تاسو ترهګریزې ډلې نه شئ کنټرولولی. همدا لامل دی چې طالبانو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان له سختو پړاوونو تېر شوی او اوس دا وخت نه دی چې څوک یې ملامت کړي. ایران ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر بلنه یو عادي بهیر دی.»

له دې سیمه‌ییزو سیاسي خوځښتونو سره هممهاله، طالبان هڅه کوي چې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره خپلې اقتصادي اړیکې هم پراخې کړي.

د طالبانوحکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د طالبانو حکومت او قرغیزستان ترمنځ د څه باندې ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د دغه وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دا تړونونه د ترانزیت د پراختیا، د صادراتي توکو ټاکلو، د ګډو پانګونو جلب او د نندارتونونو او سوداګریزو ناستو جوړول رانغاړي.

د وزارت په وینا، دا هوکړه لیکونه د چهارشنبې په ورځ د دسمبر ۱۷مه په کابل کې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس پر مهال د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیقوف ترمنځ لاسلیک شوي دي.

په دوام کې راغلي چې هممهاله په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانیستل شوې ده.

سره له دې چې طالبان هڅه کوي خپلې سیمه‌ییزې او اقتصادي اړیکې پراخې کړي، افغانستان لا هم له پراخو ننګونو سره مخ دی؛ چې پکې اقتصادي ستونزې، د بنسټیزو خدمتونو کمښت او ټولنیز محدودیتونه شامل دي، کوم چې د خلکو پر ژوند یې ژور اغېز کړی دی.

نړیوالو بنسټونو او نړیوالې ټولنې په ځلونو ټینګار کړی چې افغانستان بشري او پراختیایي ملاتړ ته اړتیا لري او په کې د بشري حقونو رعایت باید وشي، او له طالبانو یې هم غوښتي چې په دې برخه کې اغېزمن او عملي ګامونه پورته کړي.