افغان ایوک ټولنې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ امریکا ته د اس ای وي (SIV) کیس لرونکو افغانانو لپاره د سفر معافیت لغوه کړی دی.
دغه ټولنې د سه شنبې په ورځ د (ډیسمبر۱۶مه) پر خپله ایکسپاڼه د دې سازمان د مشر شان ون دایور په حواله لیکلي،" د امریکا حکومت د ملي ګارد پر سرتیرو د یوه افغان له له بریده ناوړه ګټه پورته کوي څوامریکا ته، په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د ورتګ مخه ونیسي".
دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د سفر دغه بندیز امریکا ته د کډوالۍ له پخوانیو اصولو له هغې ډلې د کورنیو د ملاتړ خلاف اقدام دی او ژر تر ژره باید لغوه شي.
افغان ایوک په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان دی.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د افغان کډوال په برید کې چې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې په کې ووژل شوه، د ټرمپ ادارې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.