د اوکراین دفاع وزیر، دېنیس شمېهال وایي متحدینو سږ کال د اوکراین د وسلو له تولید سره نږدې ۵ میلیارډ ډالره مرسته کړې.
هغه زیاته کړه چې شریکانو همدارنګه په امریکا کې د اوکراین لپاره په همدومره لګښت وسلې پېرلي دي. د اوکراین دفاع وزیر دغه څرګندونې پرون سې شنبې د اوکراین د دفاعي اړیکو د تماس ډلې سره له انلاین غونډې وروسته وکړې.
هغه په ټیلیګرام کې ولیکل: "دا دواړه شمېرې ریکارډ دي، او موږ غواړو دا بهیر تر ۲۰۲۶ کال پورې هم وساتو."
د اوکراین د دفاع وزیر وویل چې جرمني پلان لري راتلونکی کال یولس نیم میلیارده یورو پوځي مرسته برابره کړي، په داسې حال کې چې برېتانیا سږ کال د اوکراین د هوايي مدافعې لپاره له بېلابېلو سرچینو ۶۰۰ میلیونه پونډه راټول کړي دي.
د اوکراین دفاع وزیردغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې هیواد کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د واشنګټن هڅې تیزې شوې دي. د دواړو هیوادونو مرکچې پلاوو روانه اونۍ په برلین کې د خبرو څو پړاوونه ترسره کړل او ولسمشرټرمپ وویل چې داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.