د ملګروملتونو د ماشومانو وجهي صندق، یونیسف وایي، په افغانستان کې د خوراکي امنیت په اړه د یوې نوې څیړنې نتیجه ښيي چې اټکل کیږي چې له پنځو کلونو کم عمره ۳،۷ ملیونه ماشومان به له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د افغانستان لپاره د دې صندوق استازي تاج الدین اویوال پرون سې شنبې په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې یونیسف په پام کې لري چې د ۱،۳ ملیونه هغو ماشومانو د ژوند ژغورنې درملنه وکړي چې له سختې خوارځواکۍ او د لوړخطرلرونکې منځنۍ خوارځواکۍ سره مخامخ دي خو په خبره یې تمویل یې له جدي ستونزې سره مخ دی.
په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د یونیسف د بشرپالنې پروګرام د اوه ملیونه ماشومانو په ګډون د ۱۲ ملیونه کسانو د بشري او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ۹۵۰ ملیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. یونیسف ویلي په ۲۰۲۶ کال کې به په افغانستان کې ۲۲ ملیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.