امنیستي انټرنشنل: هیوادونه باید افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي

د بښنې نړیوال سازمان، امنیستي انټرنشنل پرهېوادونو غږ وکړ چې افغانستان ته د خلکو جبري ستنول ودروي، او ویې ویل چې پاکستان، ایران او همدارنګه ځینې اروپايي هېوادونه خلک په "غیرقانوني ډول" ډیپورټ کوي.

امنیستي انټرنشنل پرون سې شنبې د ډسمبرپه ۱۶ په خپله ویبپاڼه کې په یوه راپورکې ویلي چې د ملګروملتونو شمیرې ښيي چې یوازې ایران او پاکستان په روان کال کې له ۲،۶ ملیونه زیات افغانان په غیرقانوني توګه بیرته خپل هیواد ته ستانه کړي دي. د دې سازمان په وینا د دغو ستنو شویو ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي. پردې سربیره ترکیې او تاجکستان هم په زرګونو افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

امنیستي انټرنشنل په افغانستان کې " مخ په زیاتیدونکي سخت بشري وضعیت" ته په اشاره وویل چې د "ستنېدونکو د زیانمنیدو جدي خطر زیات دی."

د دې سازمان په خبره هېوادونه باید له نړیوالو قوانینو سره سم عمل وکړي، هغه قوانین چې "د هر هغه کس جبري ستنول چې هلته د بشري حقونو د جدي سرغړونو له واقعي خطر سره مخ وي، منع کوي."

امنیستي انټرنشنل همدارنګه ویلي چې یوشمیراروپایي هیوادونو هم د افغانانو د جبري ستنولو هڅې تیزې کړې او د راپورونو له مخې جرمني، اتریش او اروپایي ټولنې له واکمنو طالبانو سره د جبري ستنولو د اسانتیا لپاره خبرو ته مخه کړې ده.

امنیستي انټرنشنل وایي، سره له دې چې د طالبانو د بشري حقونو ځپنه مستند شوې ده، خو د ایران، پاکستان، ترکیې، تاجکستان، جرمني او اتریش په ګډون یوشمیرهېوادونه هڅه کوي افغانان بیرته هغه هیواد ته ستانه کړي چېرې چې له بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځواو نجونو له حقونو څخه پراخې او سیستماتیکې سرغړونې ترسره کیږي.