امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ترسره شویو دوه ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي. د راپورونو له مخې واشنګټن کیف ته د ناټو د پنځمې مادې له مخې د متقابلې دفاع ژمنې ته ورته د امنیتي تضمینونو وړاندیز کړی دی.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې سره له دې چې د ځینو مهمو موضوعاتو، لکه د اوکریان په ختیځ دونېڅک کې به هغه سیمې چې تراوسه د کیف تر کنټرول لاندې دي، له څه ډول برخلیک سره مخامخ کیږي، لا هم پوښتنې پاتې دي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.
ټرمپ پرون دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا کار بشپړ کړو، او زه فکر کوم چې اوس تر پخوا ډېر نږدې شوي یو." دا وروسته له هغې چې د اروپا، امریکا او اوکراین پلاوو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په برلین کې څو ورځې خبرې اترې ترسره کړې.
د امریکا له لوري په مذاکراتي ټیم کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جاریډ کوشنیر ګډون درلود.