د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسا ټلویزون مسول مدیر او یوخبریال یې د طالبانو له بندي خوشې شوي

په کابل کې د «رسا» ټلوېزیون مسؤل مدیر او یو خبریال د طالبانو د ۱۰ میاشتني بند وروسته خوشې شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوه خپاره شوي بیان کې ویلي چې په کابل کې یوې باوري سرچینې ته ورته ویلي، چې د رسا خصوصي ټلوېزیون مسؤل مدیر غلام محی‌الدین صاحب ‌زاده او د دې ټلویزیون خبریال جهادمل حبیبي د دوشنبې په ورځ مازدیګر مهال د بګرام له زندانه خوشې شول.

ویل شوي چې دوی د تېر کال د دلوې میاشتې په ۳۰مه د طالبانو د استخباراتو ریاست د کارکوونکو له لوري په کابل کې نیول شوي وو. د استخباراتو کارکوونکو د هغو د نیونې پر مهال د رسا ټلوېزیون کمپیوټرونه هم ضبط کړل او د دې رسنۍ دفتر یې وتاړه.

وروسته، په کابل کې یوې محکمې د روان کال د حمل میاشتې په ۴مه، دغه دوه خبریالان د واکمنې ادارې پر ضد د تبلیغاتو په تور، هر یو په ۱۰ میاشتو بند محکوم کړل.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دوو خبریالانو محاکمه او د ۱۰ میاشتو لپاره د هغوی د آزادۍ سلبول غندلي او ویلي یې دي چې دا خبریالان یوازې د خپل ژورنالېستیکي کار له امله نیول شوي وو.

د رسا خصوصي ټلوېزیون په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په کابل کې تاسیس او په فعالیت پیل کړی و.

دې ټلوېزیون ټولنیز او ورځني راپورونه جوړول، او همدارنګه یې د اقلیم او وحشي ژوند په اړه بهرني مستند راپورونه بیا خپرول.

دې مرکز ویلي، سره له دې چې د رسا ټلوېزیون دغه دوه خبریالان خوشې شوي، خو دا رسنۍ لا هم تړلې ده او تر اوسه ورته د بیا پرانیستلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د معلوماتو له مخې، دا مهال لږ تر لږه پنځه خبریالان او د رسنیو فعالان د طالبانو په توقیف کې دي، چې ځینې یې د طالبانو د محکمو له خوا په بند محکوم شوي دي.