تمه ده چې امریکایي او اوکرایني چارواکي نن دوشنبې د ډسمبر په ۱۵ په برلین کې د دوهمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.
د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنیر تیره ورځ په برلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د خبرو اترو له مذاکراتي پلاوي سره پنځه ساعته خبرې وکړې.
وېټکوف پر ایکسپاڼه ولیکل: "استازو د سولې لپاره د شل مادو پر پلان، اقتصادي او نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې. ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا( دوشنبې) سهار بیا سره وویني."
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې دا نه وه څرګنده چې د نن ورځې د خبرو برخوال به څوک وي. له مخکې نن دوشنبې په برلین کې د زیلینسکي کتنه د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره پلان شوې ده.
د شلو مادو پلان وروسته له هغې هغه مهال راڅرګند شو چې اوکراین او اروپايي ملاتړو یې د واشنګټن د وړاندیزشوي د ۲۸ مادو د پلان پربدیلو وړاندیزونو کارپیل کړ. دوی د متحدو ایالتونو پلان چې د مسکو له ځینو دریځونو سره یې ورته والی درلود، په پراخه کچه د روسیې په ګټه بللی و.